پښتو شعرونه


Гео и язык канала: США, Фарси
Категория: Книги


دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي ❤
هیله کوم د ملتيا تر څنګ مو له نورو ملګرو سره شریک کړئ🔝
🇦🇫
🔄 شخصی رابطه 🔄
@Safi_2002

Связанные каналы  |  Похожие каналы

Гео и язык канала
США, Фарси
Категория
Книги
Статистика
Фильтр публикаций


زړه  به دې نه  وي خو رضا  به شې زه داسې یمه
ما ســره  مـه  کېنـــه زمـــا  به شې زه داسې یمه

مـه غنـم  رنګـه  داسې  ړنګه غاړه  مه راکوه
زمـا  د هــر  ماښـام سـودا  بـه شې زه داسې یمه

د لېونتوب  پېښې  مـې مه کوه  خبره واوره
دا ټوکې نه دي  په ریښتیـا به شې زه داسې یمه

ته به وې څنګه چې ممتاز درګورم څنګه به شم
خو چې ما ګورې وار خطا به شې زه داسې یمه

㋛︎♡︎ 🌸


╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


ستړی یمه حل راته را وښایه
ژونده لنډ مزل راته را وښایه

ولې مې په لږ لږ ځوروې یاره
غم دې مکمل راته را وښایه

راشه فاصلې تر منځه ختمې که
نن خو مې منزل راته را وښیه

ژوند مې لکه فلم بیا له سره که
ستا پکې راتلل راته را وښایه

دا کمال په ما هم را پیرزو که نن
سترګو کې لیدل راته وښیه

مینه خو مې زده ده او کوم یې هم
مینه پریخودل راته را وښایه

تنده چې زما د زړه پرې ماته شي
قیسه! یو غزل راته را وښیه
#ټپه


╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨




غزل

تر یوه حده له ازله تر اجل خوږ دی
د ژوند د تورې ناوي پوزه کې چارګل خوږ دی

لکه له خپلې معشوقې دې نېک اولاد پیدا شي
ماته له هر څه څخه دومره زیات غزل خوږ دی

ده یوه څکه: له ګناه که له ثواب یې کوې
یو خوا کجوره د کعبې بل خوا بوتل خوږ دی

ژوند معشوقه ده چې فراق دې یې نیم ژوند ژړوي
مګر دا نیمه شیبه خوب یې په څنګل خوږ دی

هنر شناسي، او فنکاري ورسره نورې کیسې
فنکاري ستا مې خوښه، شعر خو د مشعل خوږ دی.

╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •
@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨






تر اوسه مو کوم کتابونه ویلي؟
کوم یو درته ډېر خوندور وو؟
نوم یې راسره په کمینټ کې شریک کړئ🤩🥰

250 0 0 10 33



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سلفو علماوو به د روژې په میاشت کې دقرآن کریم تلاوت تدبر او تفسیر ته مخه کوله.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قاضي عیاض رحمه الله په «الشفا» کې لیکي: مصعب بن عبدالله روایت کوي چې هرکله چی به امام مالک رحمه الله د رسول الله صلی الله علیه وسلم یادونه کوله،د هغه څېره بدلیده او د شدت لرزش له کبله به داسې ښکاریده چې تقریبا به په ځمکه راولویږی.الشعفا فی تعریف المصطفی۹۶/۱

خو کله چې به د روژې میاشت راغله، هغه به د حدیثو تدریس پرېښود او خپل ځان به یې د قرآن کریم تلاوت او تدبر ته ځانګړی کړ.لطائف المعارف۱۷۱

د.شيخ سعيد بن عبدالله الحميد رحمه الله وایی:کله چې امام مالک رحمه الله د روژې په میاشت کې د نبوي احادیثو تدریس د قرآن کریم تلاوت کولو لپاره پریښودلو،آیا موږ نه شو کولی چې د روژې په میاشت کې د عبادت لپاره خپل موبایلونه،لپټاپونه،او تلویزیونونه بند کړو؟»

مسجد نبوی همیشه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو د تدریس لپاره یو ګرم او فعاله ځای پاتې شوی دی،او له اسلامي تاریخ څخه تر نن پورې په دې ځای کې د حدیثو کتابونه تدریس کېږي.خو سلف صالحینو به د روژی په میاشت کې دغه ځای یوازې د کتاب الله تدریس او تلاوت لپاره ځانګړی کول او داحادیثو درسونه به یی موقتي توګه تعطیل کرل.

زبید یامی رحمه الله به د روژې په راتګ سره خپل ټول کارونه پرېښودل او قرآن شریف به یې په لاس کې نیوه.بیا به یې خپل دوستان ځان ته را ټول کړل او ټوله روژه به یې د قرآنکریم په تفسیر کې تېره کړه.

شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله وایي: هغه څوک چې قرآن په تدبر او د هدایت په نیت تلاوت کړي، الله تعالی به هغه ته حق او هدایت ور په برخه کړي.

ګرانه ملګریه، اوس مې خبره له تا سره ده!

دا د سلف صالحینو حال و.اوس په دې مبارکه روژه کې ستا حال د قرآنکریم سره څنګه دی؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
"د سلفو صالحینو حالات په مبارکه روژه کې"




رنځوره ياره رنځ دې ورک شه
روژه نيوی شې که غنم يې وباسمه.؟


#ټپه


╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
زما د لاس ویډیو🥰😁
#Khan_Safi


چې لږ ښه شم بیا به ډیرې کیسې وکړو
اوس زما له خاموشۍ خوندونه اخله

زه که ومه او که نه وم غم یې مه کړه
ته له خپلې زندګۍ خوندونه اخله

بس دعا کې مستان هېر نه کړې صنمه
نور د رب د بندګۍ خوندونه اخله




╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


سړی خو هلته په نیمه روپۍ شي چې د وتر واجب د تڪبير پر ځای رڪوع ته ڪښته شې



╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨




یو روژه سي بل ستا غم سي🥀🌑

ګرانه ښه به مې رنګ سم سي.❤️‍🩹🦋

#ټپه


╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


په پیشلمي کې مې رایاد شوې
تر روژه ماتي پورې وږې ګرځیدمه...🌙




╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


مورې روژه یې په سفر شوه
چې پیشلمې ته به یې څوک راجیګوینه 🌙......🕌




╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


ستا ښکلا به نوره هم برکتي شي
ختم کړى مې پرون پسې قران دی




╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


شیخ ابن عثیمین رحمه الله فرمایي:د روژې مبارکه میاشت د هغو کسانو لپاره غوره فرصت دی چې غواړي له دې پاکې میاشتې څخه ګټه واخلي او ځان د سګرټ او نسوارو په څیر ناوړو او زیانمنو عادتونو څخه خلاص کړي.فتاوی الشیخ (۱۸۳/۱۹).

"د سلفو صالحینو حالات په مبارکه روژه کې"

Показано 20 последних публикаций.