اتمر: سیاسي مشران دې د سولې دا موکه له لاسه نه ورکوي
19 دقیقه پیش / محمد / عــزم
عزم(سه شنبه، ۰۱سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ملي امنیت شورا پخوانی مشر محمد حنیف اتمر وايي، د سولې په تړاو د خلکو هیلې زیاتې شوي، خو سیاسي مشران دې د سولې دغه وروستۍ موکه له لاسه نه ورکوي.
د اتمر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي«د تاوتریخوالي د راکمیدو په موخه د طالبانو د طرحې په اړه خپرو شویو خبرونو، که له یوې خوا د سولې بهیر د بریالیتوب په مورد د خلکو هیلې زیاتې کړي، ور سره جوخت دسولې د کیفیت او دوام په اړه هم سیاسي بحثونه راپورته شوي دي.»
د خبرپاڼې له مخې، سیاسي مشران دې خپل اختلافات شاته پرېږدي او د سولې لپاره دې ګډ کار وکړي.«د دې وخت را رسیدلی چې د هېواد سیاسي مشران د وروستیو ټاکنو او د حکومتدارۍ د روش پر اړه د جدي اختلافاتو باوجود د سولې له پاره چې زموږ د خلکو آرمان دی، اجماع او اتفاق وکړي.»
د اتمر په قول، که اوسمهال لنډمهالی اوربند وشي، نو دایمي اوربند ته به لاره هواره کړي.«په اوسني پړاو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سراسري اوربند ټینګښت که څه هم لنډمهالی وي ترهغه وخته چې د بین الافغاني مذاکراتو د موافقتنامې د تحقق په پایله کې دایمې اوربند کیږي.»
اتمر د حکومت له استازو، سیاسي مشرانو او د مدني ټولنو له غړو غوښتي، چې د بین الافغانۍ مذاکراتو په غونډو کې ګډون وکړي او «په یو وخت کې د بین الافغاني هوکړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقتنامې له پاره نړیوال ضمانت او ملاتړ.» پیدا کړي.
نوموړي له سیاسیونو غوښتي، چې له دې تاریخي فرصت ګټه واخلي او د سولې دغه موکه دې له لاسه نه ورکوي.«د افغانستان سیاسي مشران کولی شي او باید له دې تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي او زموږ د خلکو د مشروع غوښتنې له حقانیت څخه چې سوله ده د نړۍ ملاتړ په لاس راوړي. شرط زموږ ملي اتفاق دی او هغه هم همدا اوس.»