غزل
زۀ خاورې کـه تـۀ خـاورې
کړم دې بیلتــانـۀ خاورې
واوښتې پـه سپین جبین
وه خدایه پــه څـۀ خاورې
یو یــار مې شهیـد سولو
بل ته دې شــم زۀ خاورې
تا پسې مـــې یاره شـول
ستـرګې او باڼــه خاورې
سـولې ستا راتلو تـه خو
شول ټول پښتانـۀ خـاورې
ستا پـه یـاد ایره ایـره
ګل غوندې مې زړۀ خاورې
ستـا مینې زیارمل ذاکــر
کـــړ په ژوندانۀ خاورې
زۀ خاورې کـه تـۀ خـاورې
کړم دې بیلتــانـۀ خاورې
واوښتې پـه سپین جبین
وه خدایه پــه څـۀ خاورې
یو یــار مې شهیـد سولو
بل ته دې شــم زۀ خاورې
تا پسې مـــې یاره شـول
ستـرګې او باڼــه خاورې
سـولې ستا راتلو تـه خو
شول ټول پښتانـۀ خـاورې
ستا پـه یـاد ایره ایـره
ګل غوندې مې زړۀ خاورې
ستـا مینې زیارمل ذاکــر
کـــړ په ژوندانۀ خاورې