سعید کامران


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


د محترم سعيد كامران چینل ته شه راغلاست
زموژ زوړ چینل بلاک شو اونوي چینل ته شه راغلاس
☝️☝️☝

د اسلامي امارت او نړیوالو مجاهدینو اړوند تازه دقیق او پر وخت خبرونه
👇👇👇👇👇👇👇

https://t.me/joinchat
/AAAAAFFITFetdOqIU0sTAQ

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций




*د داعش په وحشت د ټولو اقرار او د اشرف غني انکار*

هلال احمد
خالد افغان زوی

روس او امریکا په نړیواله کچه دوه دودیز سیالان دي، اما له ټولې تربګنۍ سره سره نه شي کولای د لمر غوندې له واضحو حقائقو انکار وکړي او یا د ثابتو واقعیتونو په اړه خپله سیالي وپالي. له همدې امله خو په کابل او ننګرهار کې د وروستیو دوو فاجعو په اړه د نظر اتفاق لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد دواړو په خپلو اعلامیو کې دغه جنایات د داعش کار وبلل. دغه راز د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف هم وویل چې د کابل او ننګرهار جنایات داعش ترسره کړي او طالبانو ته منسوبول یې هیڅ منطق نه لري.

له کابلوف تر پمپیو ټوله نړۍ ځکه دغه فجائع د داعش کار بولي، چې ټولې نښې، شواهد او تر هر څه مهم د داعش لخوا رسمي مسؤلیت منل همدا ګواهي ورکوي چې دغه کارونه داعش کړي دي. په هزاره ګانو او اهل تشیع بریدونه، په جنازو کې ځان وژونکې حملې، د ماشومانو او ښځو قصدي وژل دا ډول بریدونه عموما د داعش لخوا ترسره کیږي.

اما له دې ټولو شواهدو او نړیوالې اجماع سره سره د ارګ واکمن اشرف غني بیا هم د انکار په غونډۍ ناست دی، د ده زړه ته نه لویږي چې دا کار دې داعش کړی وي. ده قسم کړی چې د داعش نوم به په خوله وانخلي. دی وایي دا کار طالبانو کړی دی او انتقام به یې له طالبانو اخلي.

دلته اصلي پوښتنه دا ده، چې له ټولو هیوادوالو او نړیوالو څخه د اشرف غني دغه بیل تفکر او د وروستیو فجائعو په اړه جلا نظر آیا د اشرف غني له ډیرې بې عقلۍ او ناپوهۍ سرچینه اخلي او که نوموړی تجاهل کوي؟؟

د ورته پیښو تاریخچه ښيي چې اشرف غني او ډلې یې تر دې پخوا هم د داعش په وړاندې همدومره له پیرزوینې ډک چلند کړی دی. اشرف غني چې په غوسه او بې حوصلې توب شهرت لري. تر دې چې کله خو په دریځ د وینا په مهال هم له کنتروله ووځي، چیغې او نارې پیل کړي، لاسونه غورځوي او لاړې بادوي. اما له ټول غوسه ناک مزاج سره سره کله هم ونه لیدل شول چې د داعش په ادرس یې یوه خوشکه توغولي وي.

داعش لمونځ ګذاران ووژل، په ننګرهار کې یې د کرکټ لوبغاړي قتل عام کړل، سپین ږیري یې په بمونو والوځول، د دایه ګانو په مرکز یې برید وکړ، د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یې د ملکیار هوتک لیسه نه یوازې وسوځوله بلکې د لیسې له دریو تنو چپړاسیانو یې سرونه غوڅ کړل. په کابل، هرات، ګردیز او ګڼو نورو ښارونو کې یې بیا بیا د وینو ویالې وبهولې. خو له ټول وحشت او دهشت سره بیا هم په دې ونه توانید چې د اشرف غني غوسه راوپاروي. اشرف غني چې په عامو حالاتو کې په پوزه مچ نه پریږدي، اما د داعش په وړاندې یې دده په اصطلاح ستراتیژیک صبر غوره کړی دی.

داعش بالاخره مجبور شو چې د اشرف غني د قهر پارولو لپاره داسې وحشت ترسره کړي چې انساني تاریخ یې بیلګه نه لري. هغوی په ټول کابل کې یو د زړه سوي وړ ځای ( روغتون) انتخاب کړ او په روغتون کې یې بیا ولادي څانګه (هغه ځای چې یوازې حاملې میرمنې او نوزادي ماشومان په کې وي) غوره کړه.

داعشي وسلوال په وسلو سمبال د ښځو په چادري کې روغتون ته ننوتل او هلته یې د زیږون په درد د اخته میندو قتل عام شروع کړ. داعشي وحشیانو پنځلس میندې په داسې حال کې وویشتلې او ووژلې چې تر څنګ یې نوزادي ماشومان پراته ول. حتی دوه ښځې یې عین د ولادت په دردونو کې چارماري کړي. ډیرې میندې د روغتون په ځانګړي پټنځای کې له قتل عام بچ شوې. داعشیانو له میندو سره یو ځای ځیني نوزادي ماشومان هم قتل کړل.

د دې جنایت کوم اړخونه چې عیني شاهدانو رسنیو ته بیان کړي، انسان غوږونه یې د اوریدو تاب نه لري. داعش د خپل ځناورتوب وروستنی ثبوت ورکړ او بیا یې په ډیر ویاړ د دې برید مسؤلیت هم قبول کړ. د داعش وحشت نه یوازې افغانان بلکې ټول بشریت ولړزاوه. اما د اشرف غني په زړه یې کوم تاثیر ونکړ.

اشرف غني د دې په ځای چې د پیښې اصلي عاملین رسوا او په وړاندې یې اقدامات اعلان کړي، په منظم ډول یې هڅه پیل کړه چې اصلي مجرم (داعش) تبرئه او فاجعه د خپلو سیاسي اهدافو لپاره وکاروي. نوموړي او د امنیت شوری، داخله وزارت او نورو نهادونو چارواکو یې همدا سورڼۍ پیل کړ چې پیښه داعش نه بلکې طالبان کړې ده، نو ځکه د طالبانو پر ضد تهاجمي عملیات اعلانوي.

د داعش په وړاندې د اشرف غني دغه له پیرزوینې ډک چلند ثابتوي، چې دغه ډله د اشرف غني له ادارې سره اورګانیک تړاو لري، نو ځکه داسې یو بل ته لاس ورکوي، یو د بل تبرئه او دفاع کوي او دواړه طالبانو ته د مشترک دښمن په نظر ګوري. کنه په دې خبره خو هر څومره احمق او کودن انسان هم پوهیږي چې د کابل او ننګرهار وروستي بریدونه د داعش لخوا ترسره شول.


نن یوملګري راته کیسه کوله چی دباګرام له زندان نه راخلاص شوی وو، ویل یې کله به چی عسکرو دباندي افتابي ( لمر )ته را ایستلو نوعسکرو به لاسونه راتړل دلاسونو تړلو په جریان کې به ولچک کم شول،نوماته به ژڔا راغله ملګرو به ویل چې ولي ژاړي ما ورته وویل اخ! کاشکي چې نن استاد یاسر صاحب ژوندي وای، ځکه نن دیاسر صاحب ارمان پوره شوچی ویل به یې زندانونه دومره ډک کړئ چې دښمن ولچک اوزولني درپسی ونه رسوی.
نوملګری هم حیران شول په دې خبره، ویل یی ولاحقیقت خبره دی وکړه ای کاشکي چی ژوندي وای
ــــــــــــــــــــــــــــــ😢😢😢




*روسیې د طالبانو او امریکا د توافقنامې په نه پلي کېدو اندېښنه څرګنده کړې*

فاتح عبید


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک یې هرکلی کړی و، او اوس یې د نه پلي کېدو له امله اندېښمن دي.

د اسپوتنیک خبري اژانس په حواله، دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» نن په یوه خبري ناسته کې کړې.

لاوروف ویلي « د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیکېدو مو هرکلی کړی و، هغه څه چې په اړه یې موږ خبرداری ورکړی وو، د ګاونډیو هیوادونو فعالانه حضور وو، تر څو هغوی هم وکولای شي، خپلې ګټې تضمین کړي.»

نوموړي زیاته کړې، چې ددې توافقنامې د نه پلي کېدو له امله ناخوښه دی، د نه عملي کېدو په لاملونو یې پوهېږي او تیار دی د حل په برخه کې یې همکاري وکړي.

لاوروف ددې تر څنګ په امریکا غږ کړی، چې د افغانستان په قضیه کې د سیمې له هیوادونو سره همغږي وښيي.

روسیه داسې مهال د طالبانو او امریکا د توافقنامې په نه پلي کېدو اندېښنه ښيي، چې طالبان وایي، دوی یادې توافقنامې ته بشپړه ژمنتیا لري، خو حکومت په دې لاره کې خنډونه زېږوي.

د طالبانو له قوله، که حکومت بندیان خلاص کړي او شوې توافقنامه عملي کړي، هم اوربند او هم بین الافغاني خبرو ته زمینه برابرېدای شي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي «ضمیرکابلوف» هم کابل حکومت ته د «کابل ادارې» خطاب کړی او د اشرف غني له لوري د تعرضي عملیاتو پیلول یې د سولې په برخه کې د حکومت د «نه علاقې» نښه بللې.


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
‏(۲۱) برخه د قرآن کریم تلاوت او پښتو ترجمه، یواځي ۵ دقیقې وخت مو اخلي.




نو ضرور ده، چې د ملي اتل لقب ورکړل شي

دکتور هاتف مختار

هیواد تقریباً تجزیه کیدو ته نږدې وو او د افغان خاورې نه راچاپیر دښمنان ټول دې ځای ته ناست ول چې څه وخت او څنګه به د دې دروند ټبر په سینه د بیلتون خنجر تېر او د ناسور زخم ترې جوړ کړي، هغه افغانان چې تازه یې د شوروي اتحاد ملا بوټه ورماته کړې وه، له سخت ذهني فشار سره مخ وو او د ګران هیواد بوږنونکي حالت ته یې کتل خو لکه قیدي هیڅ یې په وسه نه وو پوره.
افغانانو هیر کړي وو چې دوی احمدشاه ابدالي درلود نو ضرور به يې په کاله کې داسې څوک زیږي چې د ده پلونه تعقیب کړي، مشهوره خبره ده چې د باز ځاله بې بازه نه وي، همدغسې وشول، د احمد شاه له ټبره یو تنکی ځوان راپورته شو چې په تندي کې یې افغانانو خپله روښانه اینده ولیدله، دا ځوان ډیر ښه وځلید او ډیر ژر په لر او بر وطن کې د هرې حجرې توده موضوع وګرځېده.
افغانانو چې دوه میلیونه شهیدان د کوم ارمان لپاره ورکړي وو او اوس يې په خپلو سترګو لیدل چې ارمان یې د رقیب په لاس کې پاڼې پاڼې کیږي او دوی هیڅ نشي کولای، په دغسې یو وخت کې دغه د نجات فرشته راوالوته او ټول افغان وطن یې د خپلو سپیڅلو وزرونو تر سایي لاندې کړ او د امن په نوم خواږه یې وشیندل.
افغانستان یې له ټوټه کیدو وژغوره، یو مستحکم اسلامي نظام یې برپا کړ، د مظلوم ننګه یې وکړه، ملي او اسلامي ارزښتونو ته یې په درنه سترګه وکتل، ایران ته یې میرویس نیکه ورپه زړه کړ او ټول هغه کارونه یې وکړل، څه ته چې افغانان د شوروي یرغل له ماتې وروسته په انتظار وو.
دا ځوان فقط محمد عمر نومیده، د حجرې ملګرو به یې ادباً له نامه سره د ملا توری یوځا ی کاوه، کله چې یې د شوروي اتحاد په خلاف جهاد کې برخه واخسته نو د مجاهد وروستاړی هم ورپسې شو او هر کله یې چې د افغانانو په زړونو کې راټوکیدلې هیلې ګل کړې نو بیا د دې ملت په استازیتوب د درست افغان ولس درانه قشر (علماوو) د امیرالمؤمنین نوم هم د ده له نامه سره یو ځای او د دې مظلوم خو با شهامته ولس د رهبرۍ پټکۍ یې د نوموړي په سر ورکیښود.
امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله)په خپل وخت کې هر تیري ته ځواب ورکړی، کله چې ایران هوش له لاسه ورکړی وو او ځواکونه یې د هیواد پولو ته رانږدې کړي وو، نو دې ځوان داسې ځواب ورکړ چې ایران په خبرو کې سر خلاص کړ او ډیر ژر له خپلې پریکړې په شا شو، هو! که نه وای په شا شوی، بیا یې والله که تر اصفهانه هم پریښي وای.
امریکا په ډیر تکبر او فرعونیت سره ګران هیواد اشغال کړ خو دا ځوان تر پایه په دومره قوي عزم او لوړ هوډ ورسره وجنګید چې اینده نسل ته به د نوموړي تاریخ هم د اکبرخان، غازي محمد جان خان، ملا مشک عالم، محمود غزنوي، میروس نیکه، او احمدشاه ابدالي نه کم نه وي، د ده د ایثار او قربانۍ برکت وو چې افغانانو نن د امریکایي معاصرې امپراتورۍ د شکست ویاړ هم په خپلو مټو وټومبه.
دا ځوان په خپله خاوره دومره مین وو، چې د خپل ولس په خاطر او د دې ملت د ناموس د ساتلو پخاطر څوارلس کاله له خپل اولاد او بچیانو نه لرې پاتې شو او اخر یې هم په ډیره تنهایۍ او پردیسۍ کې خپل روح پخپله خاوره خپل بادار ته وسپاره او یوه نړۍ ارمانونه یې ترشا پریښودل. روح یې ښاد او یاد یې تل تر تله.
زما هدف یو شی وو خو خبره دلته رانه اوږده شوه، زه خیر، بده نه ده ځکه په دې سره هدف ښه روښانه او لوستونکي به زر زما په خبره پوه شي، زما یوه غوښتنه وه، هغه دا چې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله یو ملي شخصیت وو چې کارنامي يې له هیچا پټې نه دي، بناً زه غواړم چې په هیواد کې د اسلامي نظام له راتلو وروسته دې په لومړیو کارونو کې یو دا هم شي چې باید نوموړي ته د معاصر ملي اتل لقب ورکړل شي، په دې سره به نو له تاریخ سره هم غدر نه وي شوی او اینده نسل ته به مو هم د ویاړونو یو غټ باب پریښی وي. تاسو زما له دې نظر سره موافق یاست کنه؟ که وئ نو راځئ! دا غږ راسره بدرګه کړئ
دکتور هاتف مختار👇👇👇


په داسې حال کې چې افغان حکومت تر ډیره د پرونیو بریدونو پړه پر طالبانو ور اچوي، امریکا د لومړي ځل لپاره پر طالبانو او افغان حکومت دواړو غږ کړی چې په کابل او ننګرهار کې د وروستیو وحشتناکو بریدونو عاملین د خپلو اعمالو په سزا ورسوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي پر ملکیانو هر ډول برید د بشري حقونو نقض دی او پر نوو زږېدلو ماشومانو برید وحشت ګڼل کېږي. نوموړي پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې ددغه پېښې عاملین دې ژر تر ژره پیدا او د خپلو اعمالو په سزا ورسوي. د پمپیو په خبره افغانان حق لري چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي او ددې وخت دی چې د سولې په برخه کې فعالیتونه چټک شي. نوموړي ویلي که تاوتریخوالی کم نه شي نو ښایي په افغانستان کې د سولې روانه پروسه زیانمنه شي او رامنځ ته شوی فرصت ضایع شي. هغه پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې د سولې لړۍ چټکه کړي او په دې توګه د ترهګرو پر وړاندې واحد دریځ رامنځ ته کړي.


*د ورځې خـــــبره*
چي د اسلامي امــــارت نـــظر څرګندوي

*د ارګ جګړه ماران څنګه سوله غواړي* …!؟


*روژه د بــــرکت او ثوابونو مياشت*
*د روژې په مناسبت د شريعت ږغ راډيو (۱۷) ځانګړې خـــپرونه*




رادیو📻 صدای #شریعت، نشرات امروز
#پنجشنبه 14 می 2020 م




شــريــعت ږغ راډيـــو📻 د نـــن ورځې #خــــپرونــه
#پنجشنبه 14 مـــئ 2020 کـــال


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

بلال په چیغودرومي دشام پرلوري ژاړي
دمدینې ســـــه روان وشاته ګوري ژاړي

اوازونه
حافظ عبدالجبارنیکمل
اوطالب اسدالله
شاعـــر تپاند زهاد


السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته خوږو د زړه ټوټو ملګرو دلته به تاسو ته خوندور اشعار او په زړه پوري ترانې نشرؤ په درنښت ورور مو تپاندزُهاد
https://t.me/Zuhadashna

زوړ مو بلاک سو دا نوي چینل درسره نشر کړي ګلونو


ښکلي نعت شریف

قربان دي له نامه شمه جانانه محمده ﷺ
پر زړه مي راوریږي قدردانه محمدهﷺ

صلي الله علیه وبارک وسلم
قبول مي درودونه کړه سلطانه محمدهﷺ

رحمت العلمینه د اللهﷻ خوږ پیغمبرهﷺ
الله کړلي میلمه تر لامکانه محمدهﷺ

اللهﷻ پر تا درود وایې قران پر تا درود
اللهﷻ پر تا نازل کړلو قرانه محمدهﷺ

امام د انبیاؤ یې سردار د مرسلانو
خالق تاته در کړي دي لوړ شانه محمدهﷺ

دنیا که مافیها ده ستا له رویه پیدا شوي
غمخور پر خپل اُمت یې مهربانه محمدهﷺ

کرم دي غواړم تاته امیدوار یمه حبیبهﷺ
تپاندزُهاد) له نوم دي شم قربانه محمدهﷺ

اَلّلُهمَّ صَلِِّ عَلی سَِیّدِنَا مُحَمَّدِالنِِّبیّ الاُمّیِ وَاَلِهِ وَبَارِک وَسَّلِم


@Zuhadasnha


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
د شپي درې بجې وې ملک الموت راغي


دوستانو كوشش وكي چی په دنیا کی د آخرت غم اوخوری


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
دیر خوندور ګزار

Показано 20 последних публикаций.

326

подписчиков
Статистика канала