په داسې حال کې چې افغان حکومت تر ډیره د پرونیو بریدونو پړه پر طالبانو ور اچوي، امریکا د لومړي ځل لپاره پر طالبانو او افغان حکومت دواړو غږ کړی چې په کابل او ننګرهار کې د وروستیو وحشتناکو بریدونو عاملین د خپلو اعمالو په سزا ورسوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي پر ملکیانو هر ډول برید د بشري حقونو نقض دی او پر نوو زږېدلو ماشومانو برید وحشت ګڼل کېږي. نوموړي پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې ددغه پېښې عاملین دې ژر تر ژره پیدا او د خپلو اعمالو په سزا ورسوي. د پمپیو په خبره افغانان حق لري چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي او ددې وخت دی چې د سولې په برخه کې فعالیتونه چټک شي. نوموړي ویلي که تاوتریخوالی کم نه شي نو ښایي په افغانستان کې د سولې روانه پروسه زیانمنه شي او رامنځ ته شوی فرصت ضایع شي. هغه پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې د سولې لړۍ چټکه کړي او په دې توګه د ترهګرو پر وړاندې واحد دریځ رامنځ ته کړي.