چې نړۍ شوه په ګونډو وه دې رب مرسته
رب حافظ ؤ چې فرعون ته شوې ورمخته
په نصرتِ الهي دې جهان مات کړو
اوس یې هغه شان قوت او مزه نشته
دوی پخپله وکَرل بس اوس یې ریبي
ماتې غرب کړله حاصله له خپل کښته
هغه هم پخپلو کړو باندې پښیمان دی
چې یې کیښوده ده دغې لوبې خښته
عمري لښکرو ژوند ورته سور اور کړو
زندګي شوه په غربي ښامار ښه سخته
چې یې چیغې کړې نارې د سولې سولې
ناامیده شول غربیان له خپله بخته
دلته ډیرې ککرۍ دې زلمو ښکار شوې
دلته ډیر امپراطوران غرق دي له وخته
موږ له عرشه کړل راکښته ترخړ فرشه
دلته ولویدل کفري شاهان له تخته
ټول جهان ته اوس تحقیق شوی مخبته
چې کفار شولو مختور دلته ډیر زښته
مخبت وردک
خپلواکی پرګنی.بصری څانګه
https://t.me/Khaplwakay_basri_sanga