*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/jvhjfijhhnnoj
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*د صلاة التسبيح طريقه او مسائل يې*
*عبدالله بن عباس رضي الله عنهما فرمايي :*
*رسول الله -صلى الله عليه و سلم- وعباس – رضي الله عنه- ته وفرمايل : اې عباسه! اې زما اکا! ايا زه تاته (يوه تحفه) درکړم؟ يو بخشش درته وکړم؟ (په يوشی) دي خبر کړم ؟ اوتاته د لسو خصلتونو امر وکړم؟ که هغه ترسره کړې الله تعالى به ستا ټول ګناهونه وبخښي مخکي دي ،که وروسته دي ، زاړه دي اوکه نوي ، په خطا وي ،که په قصده سره وي ، لوی ګناهونه وي اوکه کوچني ګناهونه وي ، په پټه وي ،که په ښکاره وي . هغه دادئ :*
*څلور رکعته په داسي ډول وکړه : کله ،چی دي نيت وکړئ، ترسبحانک اللهم وروسته پنځلس ځله ( سبحان الله و الحمدلله ولااله الاالله والله اکبر) ووايه بيا اعوذبالله ، بسم الله ، الحمدلله اوسورة ووايه بيا پورتنۍ کلمة لس ځله ووايه ورپسې رکوع ته ولاړ سه په رکوع کښي درکوع تسبيح ووايه وروسته بيا پورتنۍ کلمه لس ځله ووايه کله ،چي د رکوع څخه پورته سوې سيده ودرېږه پورتنۍ کلمه لس ځله ووايه، بياسجدې ته ولاړسه په سجده کي دسجدې تسبيح ووايه ورپسې بيا لس ځله پورتنۍ کلمه ووايه کله چی دسجدې څخه راپورته سوې بيا به لس ځله پورتنۍ کلمه ووايې بيا به دوهمي سجدې ته ولاړسې په دوهمه سجده کي به هم دسجدې ترتسبيح وروسته لس ځله پورتنۍ کلمه ووايه کله ،چی د دوهمي سجدې څخه ولاړ سوې، لومړی به پنځلس ځله پورتنۍ کلمه ووايې وروسته به الحمدلله اوسورة ووايې پاته درې رکعتونه به هم ددغه لومړی رکعت په څېر اداکړې په هررکعت کي ۷۵ ځله تسبيح ويل کيږي ،چی دڅلور سره رکعتونو دتسبيحاتو شمېر درې سوه کيږي . ( رواه الترمذي جلد ١ صـــــــــــ ١٢١ ابواب الوتر ، و مثله في المشکوة جلد ١ صــــــــــ ١١٧ )*
*يادونه : صلوة تسبيح که هره ورځ وسي ډېر ثواب لري ، که هره ورځ نه وي په هفته کي بايد وسي ، که په هفته کي نه وي بايد په مياشت کي وسي که په مياشت کي نه وي په کال کي بايد وسي ، که په کال کي نه وي په ټول عمر کي بايد يو ځل خامخا وسي . که څوک ددې لمانځه دعظمت اولويي څخه خبرسي بيا يې هم نه وکړي، نو نوموړي کس په دين کي دسستي کونکو څخه دی . ( ردالمحتار ج : ۱ ص : ۵۰۸ ط : رشيديه)*
*دابن عباس رضي الله عنهما څخه يوچا پوښتنه وکړه چي کوم سورتونه غوره دي چي په صلوة تسبيح کي وويل سي ؟ ابن عباس رضي الله عنهما ورته وفرمايل : دغه څلور سورتونه غوره دي : الهکم التکاثر ، والعصر ، قل يآايها الکفرون ، قل هوالله . که دچا دغه سورتونه يادنه وه بيا نو هر سورة چي يې ياد وو هغه سورة دي ووايي . ( ردالمحتار ج : ۱ ص : ۵۰۸ ط : رشيديه)*
*يو څو مسئلې*
*مسئله : که څوک په صلوة تسبيح کي سهو ه سو دسهوي په سجده کي به دغه تسبيحات نه وايي .*
*مسئله : که يې په ولاړه تسبيح هيري سوې په رکوع کښي دي يې ووايي يعني په کومه کچه چي په ولاړه کي تسبيح ځني پاته سوي په هغه اندازه به درکوع په تسبيح کي زياتونه کوي دمثال په ډول په ولاړه کي لس ځله پاته سي نو په رکوع کي شل ځله ويل کيږي که په رکوع کي پاته سي په سجده کي ويل کيږي اوکه په لومړۍ سجده کي پاته سي په دوهمه سجده کي ويل کيږي .*
*مسئله : که څوک په رکعتو کي غلطېدی کولای سي چي دوه ، دوه رکعته جلا ، جلا وکړي .*
*مسئله : که ديو چا څخه دتسبيحاتو شمېر غلطېدئ په ذهن کي يې حساب نه سوای کولای نو لږ دي پرګوتو زور کوي ترڅو حساب ځنی ورک نه سي ( ردالمحتار ج : ۱ ص : ۵۰۸ ط : رشيديه) البته لازمي ده چي په داسي ډول نه چي حضور يې خراب کړي .*
*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
*.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*