عبرتناکې کیسی اوحدیثونه


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


درنــــــومــینــــوالـــو!
دلـته به تاسوته عبرتناکه اودپنده ډکی کیسی اونبوی احادیث اوهمدارازنوراسلامی مطالب وړاندی کیږي
زموژچینل درسره جواین اوپه نشرولوکی مرسته وکړی

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880

‏له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ وفرمايل: خلک به تر هغه پورې په خير وي، تر څو چې هغوی (د وخت له پوره کېدو سره سم) په روژه ماتي کې تلوار کوي.
(بخاري)

خادم حقانی غفرله الباري


*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*

‏رسول اللهﷺ فرمایلې دي:
د رمضان په مياشت کې څلور کارونه زيات کوئ.
①: د لاإله إلا اللهُ ذكر كول.
②: أَستَغْفِرُ الله ويل.
③: له اللهﷻ څخه جنت غواړئ.
④: له جهنم څخه پنا غواړئ.
(صحيح ابن خُزيمة)
*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*




*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*ـــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇ـــــــــــــــــــــــــــ*
*🍁🍁حضرت ابوهريرة رضی الله عنه* *فرمائي*

*چي نبي اکرم (صلي الله عليه وسلم) وفرمايل:*

*څوک چي د ايمان له کبله او د پاک خداي (جل جلال له) د خوښۍ غوښتلو په غرض د رمضان روژه ونيسي پخوانۍ ګناوې به يې وروبښلی شي.*

*[📚📚رياض الصالحين[۳۹۵]* *متفق علیه ؛ [خ (۱۹۰۱)، م (۷۶۰)📚📚]*


*ـــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇ـــــــــــــــــــــــــــ*



*🍁🍁رسول الله* *صلی الله عليه وسلم فرمايي*

*که کوم کس د هېر له امله خوراک او څښاک وکړي نو خپل روژه تکميل کړي ځکه خداي (جل جلاله) هغه ته اوبه او ډوډی ورګړي دی.*

*[📚📚بخاري 1933📚📚]*




*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*


دعا .*

*20- په دعا کې د نيکۍ غوښتنه وي نه د منکر او بدۍ او حرامو امرو .*

*و بالله توفيق*



*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*


*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*په رمضان المبارک کې د دعا اهميت.*


*د دعا په فضيلت او اهميت کې ډير قرآني آياتونه او احاديث راغلی دی او دعا عبادت دی ، په حديث شريف راغلي دي : «الدعاء هو العبادة» ( دعا عبادت دی).*

*الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ [البقرة::186]*

*ژباړه : او کله چې له تا څخه زما بندګان پوښتنه وکړي ، يقيناً زه (دوی ته ) نژدې يم . کله چې يو دعا کوونکی ما وبولي د هغه دعا منم دوی دې (هم ) زما بلنه ومني او پر ما دې ايمان راوړي ښايي چې پر سمه لار ټينګ پاتې شي .*

*و قال الله تعالى: وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ [غافر:60]*

*ژباړه: او ستاسې رب فرمايي : له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې ) قبولې کړم .*

*رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«ليس شيء أكرم على الله تعالى من الدعاء» ( الترمذي 3370 )*

*ژباړه: الله تعالی په نزد د دعا نه بغير بل د اکرام او عزت شی نشته.*

*همدارنګه فرمايي : «لا يرد القضاء إلا الدعاء ، ولا يزيد في العمر إلا البر» ( صحيح الترمذي – الصفحة أو الرقم: 2139 )*

*ژباړه: په قضا کې بدلون نه راځي مګر په دعا سره عمر نه اوږديږي مګر په نيکی .*

*د دعا د قبوليت خاص احوال او وختونه :*

*د روژتې دعا قبليږي څو پورې چې هغه روژه نه وي ماته کړې :*

*رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«ثلاثة لا ترد دعوتهم: الإمام العادل. والصائم حتى يفطر. ودعوة المظلوم» (ابن ماجه – ۱۷۵۲ ) .*

*ژباړه: د دريو کسان دعا نه رديږي – روژه دار د روژه ماتي تر وخت پورې د عادل امام او حق غوښتونکی مظلوم.*

*د فرض لمانځه او د قرآن د ختم وروسته :*

*من صلی فريضة فله دعوة مستجابة ومن ختم القرآن فله دعوة مستجابة (رواه الطبراني فی الکبير ) .*

*ژباړه: د فرض لمونځ نه وروسته دعا قبليږي ، د قرآنکريم د ختم وروسته دعا قبليږي .*

*د آذان او اقامت په مينځ :*

*الدعاء ولايرد بين الاذان والاقامة (رواه ترمذي و ابوداود ) .*

*ژباړه: د آذان او اقامت په مينځ کې دعا نه رديږي بلکی قبليږي .*

*په لاندې څلورو ځانونو کې :*

*تفتح الابواب السماء ويستجاب الدعاء فی اربعة مواطن عند التقاء الصفوف فی سبيل الله وعند نزول الغيث وعند اقامة الصلوة و عند رؤية الکعبة (رواه طبراني فی الکبير ) .*

*ژباړه: په څلورو وختونو کې د اسمان دروازې پرانستل کيږي او دعا ضرور قبليږي (۱) د الله تعالی په لار کې د جهاد په وخت کې (۲) کوم وخت چې د آسمان نه باران وريږي . (۳) د اقامه صلات په وخت کې . (۴) د کعبې شريفې د ليدلو په وخت کې .*

*د شپې په آخري حصه :*

*ثلاثة مواطن لا ترد فيها دعوة رجل يکون فی برية حيث لايراه احد الا الله فيقوم ويصلی ورجل يکون معه فئة فيفرعنه اصحابه فيثبت ورجل يقوم من اخر الليل ( رواه  ابن مندة فی مسند ) .*

*ژباړه: په دری وختونو کې دعا نه رديږي يو دا چې يو سړی په داسې بيابان کې وي چې بې له الله تعالی پرته بل څوک يې نه ويني هلته هغه د الله تعالی په حضور کې ودريږي لمونځ وکړي او بيا دعا وکړي ، دوهم هغه کس چې د الله په لار کې په جهاد کې د دوښمن د فوځ په مخ کې وي او دده ملګري ميدان پريږدی تښتيدلي وي مګر هغه د دوښمنانو په مقابله کې ثابت قدم ولاړ وي ، دريم هغه کس چې د شپې په آخرې حصه کې بستره پريږدي د الله په حضور کې ودريږي دعا وکړي .*

*د دعا آداب او د قبوليت شرطونه :*

*1- اخلاص لله تعالی*

*2 – د دعا شروع او پای د الله جل جلا له  په حمد ثناء او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په درود باندې .*

*3-  د دعا د قبليدو پوره يقين کول*

*4-. د دعا په قبليدو کې بيړه نه کول*

*5- د دعا په وخت کې د زړه حضور*

*6-  دعا به فقط الله ته وی او د غیر الله نه به څه نه غواړي (اياک نعبد و اياک نستعين )*

*7-  په داسې آواز دعا کول چې د خفيه او جهر تر مينځ وي .*

*8-  په ګناه باندې اعتراف کول او له هغه څخه استعفار کول ، په نعمت اعتراف کول او د هغه شکر ادا کول .*

*9- د دعا د قبلیدو په وختونو کې او هغه ځايونو کې چې هلته دعا قبليږي .*

*10- په خشوع او خضوع سره دعا کول .*

*11- په نيکو او صالحو اعمالو توسل کول او هغه د الله جل جلا له  دربار ته په وړاندې کولو سره او دعا کول .*

*12-  دعا دری ځله تکرارول .*

*13- قبلې ته مخامخ کيدل .*

*14-  په دعا کې لاسونه پورته کول .*

*15-  که آسانه وي اودس کول .*

*16- د الله د نزيدوالی د پاره ډير نفلونه کول د هغه نه وروسته دعا او همدارنګه د فرض لمانځه وروسته دعا کول .*

*17-  د حلال رزق څخه خوړل او څښل*

*18- دعا به گناه طرف ته غوښتنه او د خپلوي د کټ کولو د پاره نه وي .*

*19- مور او پلار ، استاذانو ، مجاهدينو ، صالحو کسانو او ټولو مؤمنانو ته


*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*ـــــــــــــــــــــــ👇👇👇ـــــــــــــــــــــــ*
*هر انسان چي روژه دار موړ کړي*
*الله تعالى به د داسي حوض څخه اوبه ورکړي.*
*چي بيا به نه تږى کيږي.*
*تر دې چي جنت ته ننوځي.*

*(مشکوة ۱۷۴)*


*ـــــــــــــــــــــــ👇👇👇ـــــــــــــــــــــــ*



*نبي "علیه السلام" فرمایي:*
*هغه ځوان چي په ځواني کي د الله تعالی عبادت کوي;*
*الله تعالی په آسمانونو کي فخر په کوي.*
*[ترغیب، ص ــ۲۵۷]*


*ـــــــــــــــــــــــ👇👇👇ـــــــــــــــــــــــ*



*رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:*
*روژه د صبر میاشت ده او د صبر ثواب او بدله جنت دى.*
*(مشکوة)*



*ـــــــــــــــــــــــ👇👇👇ـــــــــــــــــــــــ*



*نبي کریم ﷺ فرمایلي دي :*
*الله تعالی ﷻ د هغه بنده څخه راضي کیږي چې د خوړلو او څښلو وروسته « الحمد لله » ووائي.*
*(صحیح مسلم)*




*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*


*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*زه هم د شهادت اراده لرم؛*

انجنیر عمیر ویاړ


*زید بن الخطاب رضي الله عنه تر حضرت عمر رضي الله عنه مخکي اسلام قبول کړ، د لومړنیو مهاجرینو صحابه یي کرامو څخه دی، په ټولو غزاوو کې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره شرکت کړی، د أحد په غزاء کې حضرت عمر رضي الله عنه و غوښتل چې خپله زغره و خپل ورور زید رضي الله عنه ته ورکړي مګر هغه انکار وکړ، او ورته ويي ویل چې زه هم داسې د شهادت اراده لرم لکه ته چې یې لرې او داسې شهادت غواړم لکه ته چې یې غواړې.*

*حضرت زید رضي الله عنه د هغه قهرمانو او جنګیاليو صحابه یي کرامو له جملې څخه وو، په ” معركة اليمامة ” د يمامه په غزاء کې د اسلامي لښکر بیرغ د ده په لاس کې وو، او په دغه ورځ کې یې وویل:*
*په رب قسم چې تر هغه وخته به خبرې و نکړم تر څو چې الله رب العزت و کفارو ته شکست نوي ورکړی او یا زه شهید شوی نه یم چې د خپل رب په وړاندې خپل دلیل او حجت ولرم.*

*حضرت زید رضي الله عنه د یمامة د غزاء په ورځ وکولای شول چې د مسیلمة الکذاب د لښکر یو لوی قمندان ووژني، دا چې د اسلامي لښکر بیرغ د ده په لاس کې وو کفار ورباندې را ټول شول او ورسره و جنګید تر څو چې شهید یې کړ.*

*کله چې یې د شهادت خبر و کشري ورور عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورسید ، هغه وویل:*
*الله رب العزت دې زما پر ورور خپل رحمتونه وکړي، تر ما وړاندې شو د سعادت په دواړو کارونو کې، هم يې اسلام زما تر مخ راوړ، او هم یې شهادت زما نه مخکې په برخه شو.*
*حضرت عمر رضي الله ډیره مینه ورسره لرله، او په بیلتانه یې ډیر غمجن شو آن تر دې چې حضرت عمر رضي الله عنه به ویل چې هر وخت د سهار شمال را والوځي د زید بوی پکښې محسوسوم.*



*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*


محترمو ملګرو دچينل نشرولو کي همکاري وکړي زمونږ چينل خپلو چينلوکي نشر کړي ان شاء الله تل به دزړه راکښنکو ترانو څخه برخمن ياست لکه مخکي چي برخمن واست


*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://chat.whatsapp.com/FFosDU566NzKinf9h0sshg
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*د سَتَر معنی!*

*سَتَر په لغت کې: پټولو يا پرده اچولو ته وايي.*
*او په اصطلاح کې: د يو مسلمان په عيبونو پرده اچولو او د خطاګانو پټولو ته وايي.*
*په يو حديث کې راځي:* *رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم فرمايلي: که چا پر يو مسلمان (د يو مسلمان پر عيبونو او خطاګانو) پرده واچوله، اللّٰه پاک به پر هغه (د هغه پر عيبونو او خطاګانو) په دنيا او اخرت کې پرده واچوي، (په دنيا او اخرت کې به يې شرمنده او ذليل نه کړي).*

*امام نووي رحمه اللّٰه وايي: دلته د عيبونو او خطاګانو نه د هغه مسلمان عيبونه او خطاګانې مراد دي، چې په فساد او اذيت مشهور نه وي، اما هغه څوک چې په فساد او خطاګانو مشهور وي بايد پرده پرې وا نه اچول شي او ولي الأمر يا حاکم ترې خبر شي، ځکه په پرده اچولو هغه نور هم زړوريږي، فساد او اذيت يې نور هم زياتيږي.*
*اما راويان او شاهدان او د صدقاتو، اوقافو او يتيمانو مسئولينو او داسې نورو که چيرې اهليت نه درلود، بايد پرده پرې وا نه اچول شي او دا په ناروا غيبت کې هم نه رازي بلکې د واجب نصيحت څخه شميرل کيږي، (ځکه ضرر يې ټولنې ته رسيږي).*

*نو په دې اساس مسلمان بايد په بل مسلمان پرده واچوي او عيبونه او خطاګانې يې ښکاره او مشهورې نه کړي، اللّٰه پاک به د همدغه مسلمان په عيبونو او خطاګانو په دنيا او اخرت کې پرده واچوي او و به يې نه شرموي.*

*" الدکتور إظهار الحق عزيز حفظه اللّٰه "*
*د_سَتَر_معنی!*




*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*


*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://chat.whatsapp.com/FFosDU566NzKinf9h0sshg
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*عجیبه_کیسه_لوستل_یې_ضرور_دي:*
*یوه پاچا د یوه ښار محاصره کولو په مهال د ښار اطراف کې خپلې لښکرې تم کړې، دوه جاسوسان یې ښار ته د دې له پاره ولیږل چې د سیمي نظامي او نور مختلف حالات ځان ته معلوم کړي.*
*جاسوسانو د ښار په څنډه کې یو سپين ږيری پیدا کړ، له هغه سره یو زلمی هلک هم و، هغه ته یې وویل: ته غریب سړی یې ستاسو د ښار معلومات که راکړه موږ به ډېر مال او دولت درکړو، لکه ستاسو د لښکرو شمیر څومره دی؟ ښار ته تللې مهمي لارې کومې دي؟*
*بوډا ورته وویل: زه دا کار کوم، خو په یوه شرط، هغه دا چې لومړی باید دا زلمی ووژنئ، څو زما خبره رسوا نه کړي،* *جاسوسان خوشاله شول په هغه ځای یې د هغه هلک سر له تنې بېل کړ، د هلک په وژنه او بهاندو وینو د سپين ږيري حالت سخت خراب شو او له سترګو یې د اوښکو ویالې روانې شوې.*
*جاسوسان سپینږیري ته په تعجب کې شول، خو هغه ورلنډه کړه: تاسو دا زلموټی پېژنئ؟! هغوی وویل: موږ یې څه پېژنو، دا به ته ښه پېژنې، د سپينږيري پرمخ اوښکې روانې وې او جاسوسانو ته یې وویل: دا زما زوی دی!! او دا کار ما ځکه وکړ چې زه وېریدم که تاسو ته زما د انکار په صورت کې تاسو ما د هغه په مخکي ووژنئ نو هغه به تاسو ته له وېري زما د هیواد په اړه کوم معلومات درکړي. نو دا مې ښه وبلله چې هغه دې زما مخکي ووژل شي خو چې تاسو ته زما د هیواد د یوې خبري جاسوسي هم ونه کړي!!*
*دواړه جاسوسان د بوډا غیرت، د هیواد مینې او هیواد پالنې ته هک حیران شول، وروسته بوډا د خپل زوی تنه په غیږ کې ونیوله او دوی له هغه ځایه بېرته ستانه شول، پاچا ته ورغلل او دا کیسه یې ورته وکړه، هغه سمدستي لښکرو ته امر وکړ چې هلئ ژر تر ژره بېرته ستنیږئ او له دې ښاره غوږونه پناه کوئ، د کوم هیواد پلرونه چې له خپل هیواده د خپلو زړونو ټوټې او زامن قربانوي؛ هغوی سره موږ ډغره نشو وهلی او نه په هغو بریالي کیدلی شو!*
*کاش چي موږ هم داسې احساس لرلی ٠*





*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقاني غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*


*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*په تقدیر ایمان!*


*یو پاچا ډېر هوښیار وزیر درلود، کله به چې، پاچا ته څه تکلیف ورپیښ شو؛ نو وزیر به سمدلاسه ورته ویل:*
*-پاچا صیب! په دې کې به دې خیر وي.*
*یوه ورځ د پاچا ګوته زخمي شوه چې، وینه یې هیڅ نه دريدله، آخر دا چې، طبیبانو ورته مشوره ورکړه چې، ګوته یې باید غوڅه شي، که چېرې ګوته غوڅه نه کړي؛ نو ټول لاس یې په خطر کې دی.*
*پاچا زړه نازړه اجازه ورکړه او ګوته یې ترې غوڅه کړه، وزیر ورته وویل:*
*-پاچا صیب! په دې کې به دې خیر وي.*
*پاچا غوسه شو چې، په دې کې زما څه خیر دی چې، ګوته مې پرې شوه، له ډیرې غوسې یې امر وکړ چې، وزیر د زندان تورو تمبو شاته واچوئ.*
*کله یې چې وزیر زندان ته بوتلو؛ نو وزیر وویل:*
*-په دې کې به مې خیر وي.*
*پاچا حیران شو او دا ورته یو ډول د وزیر سادګي او ناپوهي ښکاریده؛ خو وزیر په زندان کې بندیوان شو او پاچا په خوشحالۍ سره خپل ژوند تېروه.*
*یوه ورځ پاچا ښکار ته لاړ چې، یو ښکار یې ولید او ورپسې شو، بالاخره له ملګرو لرې ووت او یو داسې ځنګل ته ننوت چې، هلته د داسې خلکو لاسو ته ورسېد چې، د بوت عبادت یې کوه.*
*پاچا یې ونیو چې، بوت ته یې د عبادت په موخه قرباني کړي*
*؛ خو چې پاچا یې ولټوه؛ نو عیبي وو، (ګوته یې پرې شوې وه) او د هغوۍ عادت دا وو چې، روغ انسان به یې قرباني کوه.*
*پاچا یې پریښود او په دې ډول د مرګ له کومې روغ ووت،*
*پاچا ته د وزیر خبره وریاده شوه چې، په دې کې به دې خیر وي، له ځان سره یې وویل: په ریښتیا په دې کې مې خیر وو.*
*کله چې، راستون شو د وزیر د خلاصون امر یې وکړ او پوره اکرام یې ورته وکړ؛ خو پوښتنه یې ترې وکړه چې، زما خیر خو ښکاره شو، ستا په زندان کې څه خیر وو؟ چې تا زندان ته د تللو پر مهال وویل: په دې کې به مې خیر وي.*
*وزیر ورته وویل:*
*-هغه داسې چې، که زه دې زندان ته اچولی نه وم؛ نو له تاسره به تلم، ته خو عیبي وې، زه خو روغ وم؛ نو زه به یې هرو مرو قرباني کولم، الله تعالى زه هم وژغورلم او ته یې هم وژغورلې؛ نو ځکه خو الله تعالی چې، هره فیصله د انسان لپاره وکړي په هغې کې د انسان خیر وي.*

*ګرانو وروڼو!*
*له دې کیسې څخه دا درس اخیستلی شو چې، انسان هیڅکله په خپل خیر او شر نه پوهېږي، تل د الله تعالى پر فیصله راضي اوسئ او له همېشه په دعاګانو کې، له الله تعالى څخه د خیر فيصلې غواړئ.*

*په یوه حدیث شریف کې راغلي:*

*رسول اللهﷺ فرمایلي:*
*-اللهﷻ وفرمایل: څوک چې زما په قضاء (فیصله) راضي نه شي او زما پر نازل کړي مصیبت باندې صبر ونه کړي؛ نو زما پرته دې بل رب ولټوي.*
*( رواه البیهقي والطبراني)*

*د پورتني حدیث شریف له مفهوم څخه دا معلومېږي چې، اللهﷻ بې صبره انسان نه خوښوي؛ نو ګرانو وروڼو! بې صبري مکوئ! د اللهﷻ په فیصله راضي و اوسئ، په همدې کې به مو خیر وي.*

*د ثواب په نیت یې له نورو ملګرو سره شریک کړئ.*



*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*


☝☝☝
زموږ زوړ چینل بلاک سو د دښمن د لاسه او دا راسره نشر کړی مننه به مو وی


*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*د حضرت سلیمان(علیه السلام) حکایت*
*یو وخت کې حضرت سلیمان(علیه السلام) ته الله حکم وکړ، چې په پلانکـي ورځ باندي پلانکـي دریاب ته لاړ شه، هلته به یوه نادره وگورې. له حضرت سلیمان(علیه السلام) سره په دې سفر کې ډیرو پیریانو هم گډون وکړ، کله چې هغوی دریاب ته ورسیدل، یو پیري ته یې وویل، چې په دریاب کې یوه غوټه ووهه،هغه په دریاب کې غوټه ووهله خو هیڅ شی یې پیدا نکړل، هغه بیرته راووت ، بل پیري ته یې وویل، چې ته په دریاب کې غوٺه ووهه، هغه چې کله دریاب ته داخل شو، نو له ځان سره یې یوه قبه راوویستله، هغه یې د حضرت سلیمان(علیه السلام) مخې ته کېښوده، هغه چې کله ورته وکتل، ویې لیدل، چې په منځ کې یې یو سړی په لمانځه ولاړ دی، حضرت سلیمان (علیه السلام) هم قبې ته ورداخل شو، له ځان سره یې وویل، چې ډیره عجیبه ده، ماته الله تعالی ویلې ٶ، چې ډیره نادره به وگورې، له سړي څخه یې پوښتنه وکړه چې دا څه وجه ده، چې ته دلته په دریاب کې ژوند کوې، دلته خوراک له کومه کوې؟*
*سړي ځواب ورکړ، چې ما به د خپلو والدینو ډیر زیات حدمت کاوه، پلار مې چې کله وفات کېده، ماته یې دعا وکړه ، چې الله تعالی دې اوږد ژوند درکړي، چې د الله تعالی عبادت پکې وکړې، او مور مې چې کله وفات کېدله ، داسې دعا یې راته وکړه،چې الله تعالی دې په داسې ځای کې عبادت نصیب کړه چې هلته د شیطان تسلط هم نه وي، کله مې چې مور او پلار دواړه وفات شول، تر هغه وروسته زه ددغه دریاب څنډې ته روان وم ، چې دغه قبه مې ولیدله، کله چې زه ور داخل شوم ، یوه پریښته راغله، دا قبه یې پورته کړه او د دریاب په تل کې یې کېښوده، له هغه وروسته زه په همدې دریاب کې ژوند کوم، حضرت سلیمان(علیه السلام) پوښتنه ورڅخه وکړه، چې هغه کومه زمانه وه؟*
*سړي ځواب ورکړ، چې هغه د حضرت ابراهیم (علیه السلام) زمانه وه، حضرت سلیمان(علیه السلام) چې کله حساب وکړ، 1500 کلونه ورباندې تیر شوي وو، حضرت سلیمان(علیه السلام) پوښتنه ورڅخه وکړه، چې په دې قبه کې څه شی خورێ؟*
*هغه ځواب ورکړ، چې هره ورځ یو شین مرغه راځي ماته خوراک راوړي، په دې ډول زه دلته د الله تعالی په عبادت بوخت یم، دا ټول مور او پلار دعا ده.*
*روضة الریاحین کې دغه حکایت لیکل شوی*




*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*


*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*خوژو دوستانو*
*دپنده_ډکه_کیسه؟*
*ګرانو ملګرو دغه کیسه حقیقت دی او دروغ یی مه ګڼی...هیله ده چی تر آخره یی ولولی...*
*په یوه ځای کی یوه قاری (حافظ) سړی وه.یوه روځ یی یوه جینی ولیده او زړه یی پری وبایله او پری مین سو..نو دغه جینی یی وڅارله چی دا څوک ده چی جینی یی ولید نو د پادشاه کور یعنی ماڼی ته ننوته..*
*نو دا هم ورپسی لاړ او پادشاه ته وویل چی دا نجلی څوک ده؟هغه ورته په ځواب کی وویل چی دا زما لور ده نو دا ورته وویل چی دا ماته په نکاح راکړه...نو پادشاه په غوسه سوه او سړی یی له ماڼی وویست..*
*دا سړی بله ورځ بیا راغله او بیا یی هم همدا خبره وکړه..پادشاه په دی فکر سو چی ددی سړی څخه خلاصیدل نسته نو داسی یو شرط به ورته کیږدم چی دا سړی تری عاجز سی او زما لور خوشی کړی...*
*نو پادشاه دی سړی ته وویل ته ماته یوه بوجی سپین لړمان او یوه بوجی تور لړمان راوړه زه به تاته خپل لور درکړم...*
*دا سړی له ماڼی خواشینی ووته..او د شرط د پوره کولو هڅه یی کوله..نو یو کس ورته په مخه ورغله له دی یی وپوختل چی ته ولی دومره خفه یی؟؟؟*
*دا ورته د ټولی کیسی بیان وکړ..هغه کس وویل د دوه بوجی لړمانو پیدا کول خو څه ګران کار ندی راځه چی زه درته پیدا کړم نو دا سړی یو دوه کسه نور یی هم له ځان سره پیدا کړ او د قبرستان په لور لاړل...*
*او ویی ویل دغه قبر وسپړی..چی ګوری بی حسابه تور تور لړمان پراته دی نو دوی ور څخه وډار سول نو دغه کس چی دوی یی قبرستان ته راوړی وه وویل تاسی ته څه نه وایی بوجی تری ډکوی..نو دوی هم بوجی یی تری ډکه کړه کړه..دغه سړی بل قبر یی هم دوی ته وښود چی دا هم وسپړی...چی ګوری په دی کی سپین سپین لړمان پراته دی ددی قبر د لړمانو څخه یی هم بوجی ډکه کړه..او ماڼی ته ویوړ نو پادشاه هم وویل تا خپل شرط پوره کړه ما تاته خپل لور درکړ...*

*تاسی به دا فکر کوی چی دا لړمان له کومه سوه؟؟؟*
*دا سپین لړمان د هغه سړی په قبر کی وه چی ږیره یی سپین وه خو خریل به یی یا به یی قیچی کول...*

*او دغه تور لړمان د هغه سړی په قبر کی وه چی ږیره یی تور وخ او لا ځوان وه خو ږیره یی خریل..هره یوه چی یی ځمکی ته ولوید نو له هغه څخه یو لړم ورته په قبر کی جوړیده...*
*يـا الله ج د قبـر د لـړمانانــو او مارانــو څخـه مـو وسـاتـى ! آمین .*




*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*


*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*د انسان په وجود کې د الله تعالى نعمتونه !*

*الله تعالى په خپل کتاب قرآنکريم کې فرمايلي دي :*
*(وَفِىٓ أَنفُسِكُمْ ۚ أَفَلَا تُبْصِرُونَ)*
*ژباړه :*
*او پخپله ستاسي پخپل وجود کښي (د عبرت نښاني دي) ايا تاسي په ځير كتونكي نه ياست ؟*

*دغه مبارک آيت انسان هڅوي تر څو په خپل ځان، اهل وعيال، خپل کور، کار، سلامتيا، خپلو دوستانو او د خپل چار چاپېر په هر شي کې فکر وکړي.*
*که چيرې انسان يوازې خپل وجود ته دقيق ځير شي ډير داسې نعمتونه به ومومي چې ډير لوړ ارزښت او قيمت لري،*
*فقط دا يوه پوښتنه راته ځواب کړه ستا روح چې ليدل کيږي هم نه څومره ارزښت لري؟ او يو څوک يې قيمت پوره کولاى شي او که نه؟*
*زه يې تاته يو څو نور مثالونه هم وړاندې کوم.*

*۱- الله تعالى تاته ښکلى شکل او ښائسته بدن درکړى چې د نړۍ په ډيرو انسانانو کې ستا مثال نه موندل کيږي.*

*۲- الله تعالى تاته دوې ښکلې سترګې درکړې دي، ايا ته دا يوه سترګه د اُحد غره په اندازه په سرو زرو ورکوي؟*

*۳- الله تعالى تاته فصيحه ژبه درکړې چې د خپلې خوښې مطابق ښکلې خبرې پرې کوي، او د شيانو خوندونه پرې معلوموي، آيا ته آماده يې خپله ژبه په ډيرو ښکلو او دنګو ماڼيو بدله کړې، تر څو ته ګونګى شې؟*

*۴- الله تعالى تاته دوه ښکلي لاسونه درکړي چې هر کار پرې انجامولاى شې، آيا ته دا خوښوي د الماسو، ياقوتو، سرو زرو، سپينو زرو، مرجانو او داسې نورو غميانو په بدل کې ستا يو لاس غوڅ شي؟*

*۵- الله تعالى تاته دوې ښائسته پښې درکړي دي، چې هر ځاى ته پرې تللې شي، که د نړيوال بانک ټولې پېسې تاته درکړل شي آيا ته آماده يې په مقابل کې يې خپلې پښې ورکړې؟*

*٦- دي ته ورته ډير نعمتونه شته چې ته يې لرې مګر په قدر يې نه پوهيږي مثلا:*
*(ښائسته وجود، خوله، پوزه، سترګې، ښکلى مخ، غوږونه، غاښونه، سر، ښائسته ويښتان، لاسونه، پښې زړه…او داسې نور)*
*له دې څخه پرته ډير نور نعمتونه هم ستا سره شته زه يې ځکه نه ليکم چې ليکنه اوږديږي، بيا لوستونکي ورسره خسته کيږي، ته پخپله قلم او کتابچه راواخله او ويې ليکه مګر زه مطمئن يم چې د الله تعالى له خوا درکړل شوي نعمتونه ليکلى او حسابولى نه شې.*

*انسان د يوه نعمت په قدر هغه وخت پوهيږي کله چې نعمت ترې واخستل شې، نو مخکې لدې چې شته نعمتونه در څخه واخستل شي ، نو مناسبه دا ده چې د الله تعالى درکړي نعمتونه وپيژنې ، سالمه استفاده ترې وکړې ، د الله تعالى د رضايت لپاره يې وکاروې ، او د الله تعالى شکر اداء کی*






*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*


*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*=====حديث=====*
*رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي*

*چي څوک سهار دغه دعاء درې ځله ووايي وروسته د سورة حشر اخري درې ایتونه ووايي، تر ماښامه اويا ۷۰۰۰۰ زره ملائکي دده لپاره دعاء کوي که يې د شپې ووايي تر سهاره اویا ۷۰۰۰۰ زره ملائکي ددې کس لپاره دعاء کوي، که په دغه ورځ يا شپه مړ سو نو شهید دی*

*دعاء داده : أَعُوْذُ بِاللهِ السَّمِيْعُ الْعَلِيْمِ مِنَ الشَّيطنِ الرَّجِيْم .*
*وروسته د سورة حشر اخرني درې ایتونه :*
*هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَٰنُ الرَّحِيمُ (۲۲) هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ (۲۳) هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (۲۴).*

*[📚📚رواه الترمذي📚📚 ]*




*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*


*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمايي چې ما د رسول الله نه اوريدلي دي:*
*که د يو مسلمان پر مړي څلويښت کسان جنازه وکړي او دا څلويښت کسان مشرکان نه وي، او دې مړي ته د زړه له اخلاصه دعا وکړي، نو دا مړي به الله ﷻ د دوی په شفاعت وبښي.*
*مسلم*
*نو هڅه وکړئ چې په جنازو کې ګډون وکړئ.*


*ـــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇ـــــــــــــــــــــــــــ*




*رسول الله ﷺ فرمايلي دي:*
*چا چې يو مصيبت وهلی او بدحالى وليد (ناروغ، فقير او يا ګناهګار) (او يا يې له بد حالۍ خبر شو) او فوراً يې دا دعاﺀ وويله نو الله به يې په دغی مصيبت نه اخته کوي.*

*(الحمدُ للهِ الذي عافَانِي مِمَّا ابْتلاكَ به، و فَضَّلَنِي على كَثيرٍ مِمَّنْ خلق تَفضِيلًا)*
*سنن الترمذي*



*ـــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇ـــــــــــــــــــــــــــ*




*له حضرت انس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې نبي اکرم ﷺ فرمایلي دي چې؛ د خپل ورور سره مرسته وکړه، که هغه ظالم وي او که مظلوم، یوه سړي ورته وویل اې د الله تعالی رسوله! که چیرې مظلوم وي مرسته به یې وکړم مګر که ظالم وي بیا یې څرنګه مرسته وکړم؟*
*رسول الله ﷺ وفرمایل چې؛ له ظلم څخه یې راوګرځوه بې له شکه دا له هغه سره مرسته ده.*
*رواه البخاري*




*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*


*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/jvhjfijhhnnoj
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*د روژې په مازدیگر د کور خواته نژدېې پکوړو والا ته لاړم!!!*

*ما ویل کاکا سبا ته میلمانه لرم. د پکوړو روپۍ به نن درکړم سبا راته پکوړې وساتی.*

*هغه وویل څومره روپۍ راکولی شې؟*

*ماته یی پووښتنه داسی معلومه شوه لکه پر ما چی ریشخند وهي. نو ورته مې له جیبه د هغه د حق څخه زیاتی پیسې راوویستې او ورته می وویل واخله.*

*هغه راته وویل د څو روپو پکوړې دي چی پکار دي ماته ووایه او روپی د سرک هغه بل طرف ولاړې میرمنې ته ورکړه.*

*روپۍ مې د هغه د خبرې مطابق هغه میرمنې ته ورکړې. ډیره خوشحاله شوه. ځان سره یی څه وویل.*

*بیرته راغلم او پکوړو والا ته مې وویل، هغه دی څه کيږي؟*

*پکوړو والا وویل هغه زما مور، خور، خاله، عمه او هر څه ده. په ژبه گونگۍ ده، چا څخه سوال نه کوي او څوک ورته بغیر له سواله څه شی نه ورکوي. زه یقینی یم هغې به بیگاه روژه ماتی په اوبو کړی وي او د نن روژه به یی هم په نهاره نیولې وي. (د خبرو په وخت کی یی له سترگو اوښکې روانې وې)*

*زیاته یی کړه ما سره دومره روپۍ نه جوړیدې ښه شوه چی ستا پکوړی سبا ته پکار دي او پیسی دی نن راکړې نو ماته هم چانس پیدا شو چی ورسره کومک وکړم او یو څو روژی پری ښې تیرې شي.*

*ماته یی وویل!*

*تاسو مالداره خلک زمونږ په درد نه پوهیږئ او نه مو مشکلات درته معلوم دي. که تاسو د روژی مبارکه میاشت کی له خپل دسترخوانه یو شی کم کړی نو زمونږ په دسترخوان به بغیر له اوبو یو شی زیات شي.*

*که تاسو د خپلو اولادونو داختر په نوو جامو کی زمونږ اولادونه هم په نظر کی ونیسئ نو درته معلومه به شی چی اصلی خوشحالی پدی کی ده چی نورو سره شریکه شي. خو فکر نکوم تاسو دا کار وکړی ځکه دا کار پوره ایمان او اخلاص غواړي کوم چې په اکثره مالدارو کې نشته.*

*ځان سره مې تعهد وکړ چې د کاکا خبره به عملي کوم او ملگرو ته به یی هم رسوم چی عملي یې کړي.*

.
*همدا صدقې، خیرات او زکات میاشت ده، هیڅ له چا مه سپموئ!!*

*یا رب توفیق!*




*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*


*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/jvhjfijhhnnoj
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*د صلاة التسبيح طريقه او مسائل يې*

*عبدالله بن عباس رضي الله عنهما فرمايي :*
*رسول الله -صلى الله عليه و سلم- وعباس – رضي الله عنه- ته وفرمايل : اې عباسه! اې زما اکا! ايا زه تاته (يوه تحفه) درکړم؟ يو بخشش درته وکړم؟ (په يوشی) دي خبر کړم ؟ اوتاته د لسو خصلتونو امر وکړم؟ که هغه ترسره کړې الله تعالى به ستا ټول ګناهونه وبخښي مخکي دي ،که وروسته دي ، زاړه دي اوکه نوي ، په خطا وي ،که په قصده سره وي ، لوی ګناهونه وي اوکه کوچني ګناهونه وي ، په پټه وي ،که په ښکاره وي . هغه دادئ :*
*څلور رکعته په داسي ډول وکړه : کله ،چی دي نيت وکړئ، ترسبحانک اللهم وروسته پنځلس ځله ( سبحان الله و الحمدلله ولااله الاالله والله اکبر) ووايه بيا اعوذبالله ، بسم الله ، الحمدلله اوسورة ووايه بيا پورتنۍ کلمة لس ځله ووايه ورپسې رکوع ته ولاړ سه په رکوع کښي درکوع تسبيح ووايه وروسته بيا پورتنۍ کلمه لس ځله ووايه کله ،چي د رکوع څخه پورته سوې سيده ودرېږه پورتنۍ کلمه لس ځله ووايه، بياسجدې ته ولاړسه په سجده کي دسجدې تسبيح ووايه ورپسې بيا لس ځله پورتنۍ کلمه ووايه کله چی دسجدې څخه راپورته سوې بيا به لس ځله پورتنۍ کلمه ووايې بيا به دوهمي سجدې ته ولاړسې په دوهمه سجده کي به هم دسجدې ترتسبيح وروسته لس ځله پورتنۍ کلمه ووايه کله ،چی د دوهمي سجدې څخه ولاړ سوې، لومړی به پنځلس ځله پورتنۍ کلمه ووايې وروسته به الحمدلله اوسورة ووايې پاته درې رکعتونه به هم ددغه لومړی رکعت په څېر اداکړې په هررکعت کي ۷۵ ځله تسبيح ويل کيږي ،چی دڅلور سره رکعتونو دتسبيحاتو شمېر درې سوه کيږي . ( رواه الترمذي جلد ١ صـــــــــــ ١٢١ ابواب الوتر ، و مثله في المشکوة جلد ١ صــــــــــ ١١٧ )*
*يادونه : صلوة تسبيح که هره ورځ وسي ډېر ثواب لري ، که هره ورځ نه وي په هفته کي بايد وسي ، که په هفته کي نه وي بايد په مياشت کي وسي که په مياشت کي نه وي په کال کي بايد وسي ، که په کال کي نه وي په ټول عمر کي بايد يو ځل خامخا وسي . که څوک ددې لمانځه دعظمت اولويي څخه خبرسي بيا يې هم نه وکړي، نو نوموړي کس په دين کي دسستي کونکو څخه دی . ( ردالمحتار ج : ۱ ص : ۵۰۸ ‌ط : رشيديه)*
*دابن عباس رضي الله عنهما څخه يوچا پوښتنه وکړه چي کوم سورتونه غوره دي چي په صلوة تسبيح کي وويل سي ؟ ابن عباس رضي الله عنهما ورته وفرمايل : دغه څلور سورتونه غوره دي : الهکم التکاثر ، والعصر ، قل يآايها الکفرون ، قل هوالله . که دچا دغه سورتونه يادنه وه بيا نو هر سورة چي يې ياد وو هغه سورة دي ووايي . ( ردالمحتار ج : ۱ ص : ۵۰۸ ‌ط : رشيديه)*
*يو څو مسئلې*
*مسئله : که څوک په صلوة تسبيح کي سهو ه سو دسهوي په سجده کي به دغه تسبيحات نه وايي .*
*مسئله : که يې په ولاړه تسبيح هيري سوې په رکوع کښي دي يې ووايي يعني په کومه کچه چي په ولاړه کي تسبيح ځني پاته سوي په هغه اندازه به درکوع په تسبيح کي زياتونه کوي دمثال په ډول په ولاړه کي لس ځله پاته سي نو په رکوع کي شل ځله ويل کيږي که په رکوع کي پاته سي په سجده کي ويل کيږي اوکه په لومړۍ سجده کي پاته سي په دوهمه سجده کي ويل کيږي .*
*مسئله : که څوک په رکعتو کي غلطېدی کولای سي چي دوه ، دوه رکعته جلا ، جلا وکړي .*
*مسئله : که ديو چا څخه دتسبيحاتو شمېر غلطېدئ په ذهن کي يې حساب نه سوای کولای نو لږ دي پرګوتو زور کوي ترڅو حساب ځنی ورک نه سي ( ردالمحتار ج : ۱ ص : ۵۰۸ ‌ط : رشيديه) البته لازمي ده چي په داسي ډول نه چي حضور يې خراب کړي .*




*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
  *.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*

Показано 20 последних публикаций.

514

подписчиков
Статистика канала