TGStat
TGStat
Введите текст для поиска
Расширенный поиск каналов
  • flag Russian
    Язык сайта
    flag Russian flag English flag Uzbek
  • Вход на сайт
  • Каталог
    Каталог каналов и чатов Поиск каналов
    Добавить канал/чат
  • Рейтинги
    Рейтинг каналов Рейтинг чатов Рейтинг публикаций
    Рейтинги брендов и персон
  • Аналитика
  • Поиск по публикациям
  • Мониторинг Telegram
⫷͟͞᪣پ͟͞ښ͟͞ـ͞ᬼ͞ـ͟͞ت͟͞وٖٖ͟͞?͟͞ش͟͞ع͟͞ـ͞ᬼ͞ـ͟͞ر͟͞و͟͞ن͟͞ـ͟͞ه࿆͟͟͟͟͞͞ ͟͞᪣͟͞

11 Mar 2019, 21:13

Открыть в Telegram Поделиться Пожаловаться

باچـا خبـره واوره!!!
ـــــــــــــــــــــــــ

زما د ډېر ځپلي قام باچا خبره واوره!
د خپل بې وسه وطن ، بيا تاته اختيار درکوو
واک د خپل کلي درکوو ، هم يې د ښار درکوو
حقدار دې بولوو، بيا په لاس کې اقتدار درکوو
د يو بدلون په صداقت ، لوى افتخار درکوو
درپسې ځوو روان يوو ، لقب د سالار درکوو
رسۍ د عدل او انصاف ، تاته د دار درکوو
د حوصلې دوا اوس هم ، لکه بيمار درکوو
د مينې حد دى ، درجه درته د پلار درکوو

زما د ډېر ځپلي قام باچا خبره واره!
په دې سپيڅلې ، مقدسه خاوره ، جنګ ولې دى؟
ددې حالاتو په قفس کې ، ولس تنګ ولې دى؟
ددې ښايسته وطن تقدير ، داسې بدرنګ ولې دى؟
د محبت نه د نفرت قد ، دومره دنګ ولې دى؟
د هر سړي سره د خوف سېورى ، ترڅنګ ولې دى؟
د قلمونو څوکو کړى ، دومره زنګ ولې دى؟
هريو وګړى ددې وران وطن ، ملنګ ولې دى؟
د هر چا لاس پخپلو وينو باندې ، رنګ ولې دى؟

زما د ډېر ځپلي قام باچا خبره واوره!
ستا په ځولۍ کې اچوو ، د اميدونو تخم
درنه ضايع نه شي ، زمونږ د ارمانونو تخم
په هر يو ذهن دى راخپور ، ستا د فکرونو تخم
کرو په ځمکه د احساس ، د الفتونو تخم
لاسو کې شيندو لا د امن د سوالونو تخم
هر څوک راوړي ، دلته د خپلو مزهبونو تخم
د زړه په للمه غواړو ، ستا د کردارونو تخم
لرې کول غواړي ، له دې ځاى د اورونو تخم

زما د ډېر ځپلي قام ، باچا خبره واوره!
دا په مرمېو سوري شوي ، دېوالونه ګورې؟
دا په بارودو سوزيدلي ، مکتبونه ګورې؟
زخمي سجدې ، او شهيد شوي جوماتونه ګورې؟
د بې ګناه خلکو په ښپو کې زنځيرونه ګورې؟
د چا له وېرې نه بند شوي ، مکانونه ګورې؟
په هديرو کې د ژوندو خلکو ، قبرونه ګورې؟
د خپل ولس په ډکو سترګو کې ، سوالونه ګورې؟
په دې سوالونو کې دننه ، ځوابونه ګورې؟

زما د ډېر ځپلي قام باچا خبره واوره !
په تورو وريځو کې د جنګ پټ دى ، اسمان د امن
په ځمکه جوړې کړي ، کونترې ماشومان د امن
ورباندې پښې کېږدي له پاسه ، دوښمنان د امن
قسم په خداى له تندې مرو ، نشته باران د امن
يوړو هر چا له ځان سره ، ګور ته ارمان د امن
په مرۍ ناست دي خود غرضه ، قاتلان د امن
کېږدي نومونه په بچو ، اوس افغانان د امن
ته ورته وکړه ، په غوږونو کې اذان د امن

زما د ډېر ځپلي قام ، باچا خبره واوره !
ددې نظام تکميل پکار دى ، بل نظام پکار دى
ددې تيارو خلاف ، باچا جدي اقدام پکار دى
ددې سپيڅلي خاورې قدر ، احترام پکار دى
د نفرتونـو ، د جنګـونو قتلِ عـام پکار دى
د جهالـت او انتشـار نه انتقـام پکـار دى
داسې رهبر چې وي صادق ، زمونږ د قام پکار دى
د ولس خوب نشته باچا ، د دوي ارام پکار دى
مبارزې ته خو دې ، اوس ايله دوام پکار دى

زما د ډېر ځپلي قام ، باچا خبره واوره!
ددې وران شوي وطن درد خپل کړه ، احسان به دې وي
که چرته لاړې ، د نجيـب غوندې ارمان به دې وي
#باقر

116 0 0
Каталог
Каталог каналов и чатов Подборки каналов Поиск каналов Добавить канал/чат
Рейтинги
Рейтинг каналов Telegram Рейтинг чатов Telegram Рейтинг публикаций Рейтинги брендов и персон
API
API статистики API поиска публикаций API Callback
Наши каналы
@TGStat @TGStat_Chat @telepulse @TGStatAPI
Почитать
Наш блог Исследование Telegram 2019 Исследование Telegram 2021 Исследование Telegram 2023
Контакты
Поддержка Почта Вакансии
Всякая всячина
Пользовательское соглашение Политика конфиденциальности Публичная оферта
Наши боты
@TGStat_Bot @SearcheeBot @TGAlertsBot @tg_analytics_bot @TGStatChatBot