غزل
خپل ځان ته ګوته نه نيسي؛ آئينې ته ګوته نيسي
دا خلک ولې؟ هر وخت زمانې ته ګوته نيسي
تر منځه مو د زړونو بغــاوت دى له رِواجه
څوک ماته ګوته نيسي؛ څوک هغې ته ګوته نيسي
د عِشق د مذهب لاره يې د زړه مهراب ته تللې؛
په خداى داسې مئين دى چې سجدې ته ګوته نيسي
حواسو وارخطا کړو يو ماشوم له قېد و بنده
اوس چغې وهي درده! دروازې ته ګوته نيسي
چې زه ترېنه د ژوند د انجام کله تپوس وکړم،،
وخت شاته،شاته ګوري هديرې ته ګوته نيسي
تســـل خــټـکه! زه د رسېـــدو نه وم منزل ته
او عقل مې ناکامې تجروبې ته ګوته نيسي
تسل #خټک
@pashtoshirona