غزل مولانا بسمل
سجده اوږده شوه د سلام پته ونه لګېده
وروستي رکات ته د قيام پته ونه لګېده
زموږ جهاد هم داسې وو لکه زموږ عاشقي
جانان مې نه وو، د انجام پته ونه لګېده
د انقلاب ناقبول لمونځ پر مخ را وتپل شو
جهاد فاسد شو، د امام پته ونه لګېده
غواړي نور خلک اوليا او اصحبان غوندې شي
خو ستا د کفر او اسلام پته ونه لګېده
اوس د غريب ملا په بانګ څوک روژه نه ماتوي
د بسمل ځـکه نن مـاښام پـته ونـه لـګېده
#بسمل
سجده اوږده شوه د سلام پته ونه لګېده
وروستي رکات ته د قيام پته ونه لګېده
زموږ جهاد هم داسې وو لکه زموږ عاشقي
جانان مې نه وو، د انجام پته ونه لګېده
د انقلاب ناقبول لمونځ پر مخ را وتپل شو
جهاد فاسد شو، د امام پته ونه لګېده
غواړي نور خلک اوليا او اصحبان غوندې شي
خو ستا د کفر او اسلام پته ونه لګېده
اوس د غريب ملا په بانګ څوک روژه نه ماتوي
د بسمل ځـکه نن مـاښام پـته ونـه لـګېده
#بسمل