د منصور غزنوي پيغام .
قدرمنو او درنو وروڼو !
کوم دروغ چې په ما پورې تپل شوې دي ، زه الحمد لله له دې څخه بري يم ، تير سهار مي يوه ليکنه وليده چې زما په اړه پکې ليکل شوي وه ، چې منصور غزنوي په اربکيانو پسې شعر ويلی دی کاملاً دروغ دي ، او بيا يو نعت خوان دا خبره په خپل چينل کې هم نشر کړې وه ، د دې لپاره چې خپل ځان دروند او بل مسلمان سپک ثابت کړي ، خو داسې به هيڅکله ونه شې ، ځکه عزت او ذلت د خالق ذات کار دی ، چې فرمايي تعز ُّمن تشاء و تذل من تشاء . الايه .
افسوس د هغه چا په حال چې د دوی له لاسه په ټوله ټوله جامعه پسې خبرې کېږي .
لله الحمد د يو مجاهد په حيث به دومره ووايم چې خدای مکړه که قصداً داسې عمل به رانه صادرېږي ، تر هغه له مخې دي اللَّه ج مرګ راکړي ،
راځم د دې خبرې مکمل وضاحت تاسو سره شريکوم ،
کومو شهيدانو ته چې دا خلک اربکيان وايي ، د هغو له خپلو اقرباوو نه يې تاسو خپله واورئ ، چې لاندې صوتي يې درسره شريکوم ، او د رابطې شماره يې هم درسره شريکوم چې خپله عملاً مجاهد دی ،( 0093728736156 ) .
او کوم چا چې اول ځل دا خبره کړې ده ، چې د مهاجر سبحاني په نامه ده ، د هغوی خبرې هم واورئ ،چې لاندې يې دوه صوتياني درسره شريکوم ، چې اوله صوتي کې وايي چې دا خلک اربکيان دي ، او بله صوتي کې وايي ، چې ما ته معلومات نه وو .
او کوم د واټساپونو مديران چې دا خبرې يې نشر کړې دي ، هغوی ته لنډ پيغام د رسول الله ص حديث پېش کوم چې فرمايي ،
کفیٰ بالمرء کذبا أن يحدث بکل ما سمع ، ژباړه ، انسان لره همدا دروغ کافي دي چې هر څه اوري او بې پوښتنې يې نشروي ،
بله خبره دا چې که چېرې زمونږ معلومات ناقص وي ، نو د مولوي سيد سبحاني آغا او مولوي عبدالصمد صميم صاحب معلومات هم ناقص دي ؟ چې هغوی هم په همدې شهيدانو پسې شعرونه ويلې دي ، چې لاندې يې اورېدلی شئ ، بالآخره نور دا موضوع رب العالمين ته سپارم ، دغو خلکو چې د دې شهيدانو سپکاوی کړی ده ،اول دي له اللّٰه ج نه او بيا د شهيدانو له کورنۍ څخه عفو وغواړي . والسلام ورور مو منصور غزنوي