غازي کندهار
نن دې بیا د فتحو اوازونه هره خوا راځې
بیا دې کنــدهاره له غازي غیږي بریا راځې
بیا دي اتلانو پر دښمن مور بوره کړې ده
بیا دې د دښمن له کوره چیغې او ژړا راځې
ځار ستا شملورو د غزا نیزې را خستي دي
ځار ستا میــړنو ته نصرتونه د مولا راځې
رب دي دا ګل رنګ په ونه دنګ ځوانان ژوندي لره
هر دننګ تاریخ کې یې نومونه ښه اعلا راځې
پام چې دغرور او د لویي دام کې را ګیر نشئ
غوره عاجزي کړئ درته نوري فتحي بیا راځې
داچې دم په دم مو دبري زیري راځي راته
خود به الفت جان په مینه مینه په مسکا راځې
ــــــــــــــ
الفت جان
https://t.me/Qanitaghahttps://t.me/alasar_basri_sanga