Репост из: حاجي شریف Haje Sharif
#چهارشنبه 15 جولاي 2020 کـــال
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند جوبایډن په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ښکېلتیا بې ګټې بولي او ټینګار کوي چې افغانان باید خپلې ستونزې په خپله حل کړي.
نوموړي دغه راز څرګنده کړې، چې د کابل حکومت او طالبانو ترمنځ روان کشمکش د افغانانو داخلي موضوع ده او باید په خپله ورته حل لاره راوباسي.
بایډن په ټینګار سره ویلي، چې نه غواړي د نورو هېوادونو د ستونزو د حل لپاره امریکايي پوځیان قرباني کړي.
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند او د دیموکرات ګوند استازی جوبایډن په داسې مهال په افغان جګړه کې د امریکايي پوځیانو ښکېلتیا بې ګټې بولي، چې ترده وړاندې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په افغان جګړه کې د خپلو پوځیانو ښکېلتیا بې ځایه بللې وه او ویلي یې ؤ، چې امریکايي پوځیان خو پولیس نه دي چې د خلکو ترمنځ کشالې حل کړي.
امریکايي مشران په داسې مهال له افغان جګړې سره عدم دلچسپي ښکاره کوي، چې د کابل حکومت مشران په ټینګار سره له امریکايي چارواکو غواړي چې افغانستان کې خپل پوځیان پریږدي او د واشنګټن او نیویارک امنیت ساتلو په موخه افغانستان کې جګړه ترسره کړي.