ترانه خوانه وروره لږ راته متوجه شه
ته او ستا غږ دواړه د ملت او دولت امانت یاست،
ته ملت ته د دولت او دولت ته د ملت ترجمان یې،
ته د دې هیواد په ډیرو زړونو کي ځای لرې،
ته ویده قومونه په شور راولې، ته خائن، غل، غدار ته د ترنم په آزانګه سیده لاره ښیې،
ته د ټولني یو داسي لوی ترجمان یې چي راتلونکو نسلونو ته دي هم فائده رسیږي،
ته پوهیږي ستا لپاره زړه ماتول او د مادیاتو شوق کول درباري توب کول ستا هر څه له مینځه وړي،
ته دي باید باطني، او ظاهري، اعمال، افعال، راشه، درشه، ټول پر سنتو مقدسه وو برابر کړې،
ګوره لالیه
ته د موټرو پیسو جاه مر تبې هیڅ هڅه او کوشش مکوه رزق د الله عزوجل د ټاکل سوي اندازې نه هیڅ چاته زیات نه رسیږي، ته دي خپل ږغ، او هنر په پیسو مه پلوره، خواري وکړه مزدوري وکړه تکلیف وګاله، خو د خدای درکول سوي هُنر قدر وکړه، ستا د هنر قدر به لومړی له تا پیلیږي، هیڅکله بې معیاره شعر مه انتخابوه، هیڅکله بې معیاره حرکات مه کوه، د اولس دردونه انځور کړه، د هیواد په پر مختګ کي رول و لوبه وه ،ذهنونه جوړ که، مینه خوره کړه،
ته د ټولني ستر مصلح یې، مشران او کشران تاته غوږ، غوږ وي ستا ترانې له هیواده بهر هم خلګ ږغوي هغوی زموږ د ټولني غوښتني او زموږ دود وو کلتور له تا فهمه وي،
لالیه لُطفاً
دین او هیواد ته دي ژمن وه اوسه عزت له خدایه و غواړه پر مخلوق دي احسان مه باره وه
ګفتار او کردار یو کړه لِلهِیت پیدا کړه ځان کي
دا څو کرښي مي په پام کي ونیسه ،
ورورک دي الهام ملنګ