پاکستان هېواد ته د اسلامي امارت د تللي هېئت د لیدنو کتنو جزئيات:
وړمه ورځ د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي د فتر مشر محترم ملا برادر اخند په مشرۍ یو شپږ کسیز هیئت د پاکستان په رسمي بلنه هغه هیواد ته لاړ.
یاد هيئت تیره ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي او نورو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدنې کتنې او په یولړ مهمو موضوعاتو بحث او د نظر تبادله وکړه.
د اسلامي امارت هیئت په پاکستان کې د مهاجرینو ستونزوته د رسیدګۍ غوښتنه وشوه چې د پاکستاني جهت لخوا ومنل وشوه او د هرڅه ژر رفع کیدو ډاډ يې ورکړل شو.
په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د تګ راتک او اسنادو ستونزې، په کراچۍ بندر کې د افغان تجارانو د مالونو د ډیمریج ستونزه، همدا ډول د افغاني صادراتو لپاره د لازمو سهولتونو او په لارو کې د نه ځنډولو په اړه بحث وشو.
د پاکستان لخوا افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو ورکول او هلته زموږ د محصلینو لپاره د آسانتیاو د برابرولو غوښتنه وشوه، ورسره په هغه هيواد کې د افغان مهاجرینو د بندیانو خلاصون په اړه هم خبرې وشوې، چې د هغه هېواد د چارواکو لخوا ژمنه وشوه چې د افغان بندیانو د خلاصون په اړه به لازم ګامونه واخیستل شي، بي سرنوشته او د کمو جرمونو بندیان به خوشي شي، د زیاتو جرمونو والابندیانو په بند کې به کمښت راشي.
همدا ډول په افغانستان او سیمه کې د سولې او امن د ټينګښت په اړه هم خبرې وشوې او په افغانستان کې بین الافغاني مذاکرات او د سولې راتګ د دواړو هېوادونو او سیمې لپاره مهم وبلل شول.
ورسره د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور او ښو اړیکو جوړولو په اهمیت ټينګار وشو.
محمدسهیل شاهین د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند
۷/۱/۱۴۴۲هـ ق
۵/۶۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/6/26م