*عجیبه له عبرت نه ډکه کیسه!*
*خـپرونکی :محمدعِوض مدنی
وایي یؤ عالم د خپل شاګر سره پۀ پټیو کې روان ؤ، دتګ پۀ جریان کې یې پۀ زړو بوټانو سترګې ولږیدې، پۀ دې باورې شول چې دا د کوم بزګر (دهقان) دي او دلته پټیو کې کار کوي، او چې کار خلاص کړي نو خاماخا به د دغو بوټانو پسې راځي.
نو شاګرد خپل دغه عالم استاذ ته وویل:
خوښه دې نده چې دا بوټان لۀ دغه دهقان پټ کړو او ګپ پرې جوړ کړو، او کله چې هغه راشي او بیا ورپسې ګرځي چې څه انداز ښایي او څه عکسل العمل ښایي؟!
دغه هوښیار عالم خپل شاګرد ته ځواب ورکړ:
مونږ ته دا نده پکار چې د چا پۀ خفګان یا ستونزو کې خپله خوښي ولټوو، خو اې بچیه! ته مالداره یې، او کیدای شي ته ځانته خوښي غواړي خو داسې وکړه چې د همدې فقیر پۀ بوټانو کې ته لیږې نغدې روپۍ کېږده او بیا ورته دلته پټ شه ته بیا د دغې کار اغیز وګوره.
شاګرد پۀ دغې مشورې حیران شو تعجب یې وکړ، بیا یې د فقیر دهقان پۀ بوټ کې نغدې روپۍ کیښودې او استاذ او شاګرد دواړه د ونې شاته پټ شول چې د دهقان سیل وکړي چې څه عکسل العمل ښایي؟!
څو دقیقې وروسته فقیر دهقان د پټیو د کار لۀ ختمیدو وروسته راغلو جامې یې پاکې کړې، لاړ چې بوټان پۀ پښو کړي کله یې چې پښه پۀ بوټ کې کیښوده پښه یې بوټ کې پۀ څه شي ولږېده کله یې چې را ؤویست ګوري چې نغدې روپۍ دې، پۀ دا بل بوټ کې یې چې ولیدل ګوري چې هغې کې هم ایښې دې دهقان روپو ته ښۀ پۀ غور او فکر وکتل چې هسې نه څوک راسره ټوکې کوي، بیا یې اخوا دېخوا هم وکتل خو هېڅوک یې ونه لیدل.
فقیر دهقان روپۍ جیب کې کیښودې او پۀ ګونډو کیناست او پۀ ژړغونې نظر یې آسمان طرف ته ولیدل، بیا یې پۀ لؤړ غږ خپل رب ته شروع وکړه:
یا ربه جل جلاله! زه ستا شکر کوم، اې! عالم ذاته زما ښځه ناجوړه ده او ماشومان مې وږي دي او ډوډۍ نلري، زۀ دې هم وژغورلم او ماشومان دې هم زما لۀ هلاکت نه وژغورل.
پۀ دهقان همدغسې وخت ډېر تېر شو او آسمان طرف ته یې کتل او ژړل د دې الهي ورکړې پۀ بدل کې.
دغه حالت او کار پۀ شاګرد ډېر اغیز وکړ سترګې یې د خوښۍ لۀ اوښکو ډکې شوې.
بیا ورته عالم استاذ ؤویل: آیا اوس زیات خوشحاله نه یې لۀ هغې څخه چې بوټان دې ترې پټول؟!
شاګرد ځواب ورکړ: یقیناً چې داسې درس مې حاصل کړو چې ژوندی یم هېر به یې نکړم ان شاء الله.
بیا یې استاذ ته ؤویل: اوس د هغو کلمو پۀ معنا پوه شوم کوم چې لۀ دې مخکې پۀ خپل ژؤند کې پرې نه پوهېدم چې هغه یؤ چاته ورکول ډېره خوښې ورکوي، او اخیستل ترې خوښي نه ورکوي.
بیا ورته استاذ ؤویل: ورکړه وپېژنه څو ډؤلونه لري:
د خپلې وسعې برابر چاته بخښنه کول ورکړه ده.
د یؤ ورور پۀ نه شتون کې هغه ته دعاء کول ورکړه ده.
د یؤ چا عذر قبلول او خپل بد ګمان اخیستل ورکړه ده.
@AaAwwwama