يتيم«لنډه کيسه»
لوی خدای جل جلاله فرمايي:
( فاما التيم فلا تقهر)
ترجمه: يتيم ته مه په غوسه کېږئ.
سورة الضحی/ آيت ۹
چاوديدلی پلاستيکي دسترخوان چې د رف له پاسه اېښی و، را ښکته کړ او د سړی ډوډۍ يوه ټوټه چې پکې وه هغه يې ترې را وويسته. خپله برخه يې را واخيسته او د مور برخه يې بيرته په دسترخوان کې تاو کړه او پخپل ځای کې کېښود. د مور څنګ ته ورغی او ور غږ يې کړ: مورې! مورې پورته شه! چې زه ډارېږم. مګر مور يې ځواب ورنکړ.
خپل سر يې د مور په سينه کېښود. سينه يې ګرمه وه، بېخي ډېره ګرمه، د تبې او خولې بوی ترې تللو، خو د مور د غېږې په همدې ګرمۍ کې يې هم د ارامۍ احساس وکړ. د مور اواز ته يې چې څو لحظې وروسته به يې الله الله کاوه غوږ نيولی و. د هغو ورځو په فکر کې ډوب شو چې يوه فقيره ښځه (ادې) به يې کور ته د خيرات غوښتلو لپاره راتلله. مور به يې څه ورته ويل او هغې ادې به څو لحظې وروسته اسمان ته وکتل او الله به يې وويل، بيا به دواړو وژړل، پدې حالت کې به يې له یاده وتي وه چې حاجتمند څوک دی او د مشکل حل کولو والا څوک دی. ادې به لاړه، د ګاونډيانو دروازه به يې ټک ټک کړه او خيرات به يې ترې وغوښت. غني به پخپل لنډ قد دروازه خلاصه کړه او ګرمه ډوډۍ به يې د ادې پلو ته پداسې حال کې ور واچوله چې تف به ترې پورته کېده او بېرته به يې دروازه په ډېرې تېزۍ سره را بنده کړه. ادې به اسمان ته وکتل او الله ناره به يې وکړه. روؤف به د ادې په تقليد اسمان ته وکتل چې امکان دې ولري هغه څه دې وويني چې ادې او مور يې ګوري...
د ماښام اذان چې خلک يې د ماښام لمانځه ته وربلل شروع شو...هغه هم هر ماښام له پلار سره جومات ته تللو او پدې کار به يې ځانته ډېر غټ فکر کاوه. مګر دا څووم مسلسل ماښام و، چې د پلار د نشتون تريخوالی يې تجربه کاوه. په همدې فکرونو کې ډوب و چې د مور د سينې نه يې سر را پورته کړ. ناڅاپه يې سترګې د پلار په بوټانو ولګېدې چې بې څښتنه د دروازې په خوله کې پراته دي. د تېر ژوند د خاطرو سيوری يې په ذهن کې انځور شو. د هماغو ورځو په ياد کې چې پلار يې دا بوټان د عبدل کاکا له دوکان نه واخيستل. روؤف ته يې هم يوه جوړه بوټان اخيستي وه، چې يو له هغو يې غني په نهر کې ورته غورځولی و او وروسته له هغې روؤف څو ورځې په چپلکو کې ګرځېده. دا ور ياد شول چې وروسته ددې بوټانو له اخيستلو يې پلار د کريم له دوکان نه غوښه واخيسته، څرنګه چې د لوی اختر شپه وه، نو مور يې له هغې سره يو مزېداره پلاؤ پوخ کړی و، کوم چې په کال کې دوه درې وار نه پيدا کېده.
د ګاونډيانو د پيشو د ميو ميو غږ يې د فکرونو دا سلسله ور پرې کړه. سترګې يې د غڼې په هغه سيوري چې د ديوال پر مخ څو برابره غټ شوی و ولګېدې، سخت ووېرېده او ډېر وحشت وهلی و. ټول بدن يې يخنۍ نيولی او نه پوهېده چې څه وکړي.
د کور له يخې او غمګينې فضا نه ډېر په تنګ شوی و. د وړې کړکۍ څنګ ته ورغی او د ماتې شيشې له شانه يې پدې هيله چې د پلار په شکل سيوری به ووينې چې له ځنګل نه را روان وي. سترګې يې هغې کوچني ځنګل پورې وګنډلې، ولې پرته د کارغانو د هغو اوازونو چې د ونو د سپينو او په واورو ډکو څانګو له شانه د باد غږ سره ګډ راتلل نور څه ونه وليدل. د کلي ټول هلکان خپلو کورونو ته تللي وو.
بيا يې هغه صحنه ذهن ته راغله چې د کلي ټول هلکان به اوس د خپلو کورنيو له غړو سره د خوندورو خوراکونو څخه ډکو دسترخوانونو ته ناست وي او وروسته به د ګرمې صندلۍ لاندې د خپلو ميندو او پلرونو سره ويده شي. په غيرې شعوري ډول يې د مور پښې چې له بړستنې نه را وتې وې پټې کړې او په زړه کې يې هيله وکړه چې کاش پلار يې بېرته کور ته راشي. حيران و چې د مريضې مور خدمت او پالنه څنګه وکړي. لرګي خلاص شوي وه، اخره لږ پاتې ډوډۍ يې هم د مور سره ويشلې وه. فکر يې وکړ چې څنګه به وکولای شي چې دا ټول مسؤليتونه په غاړه واخلي او ترې ووځي چې پلار يې په غاړه اخيستي وو.
د دروازې د بندېدلو غږ چې د يو هيبتناکه غژ غژ سره يو ځای وه، وې نشوای کولای چې د ډار او لړزې هغه انځور په ذهن کې مجسم کړي، ځکه يې تصميم ونيوو چې بايد پلار بېرته کور ته راولي. د کاله د دروازې ځنځير يې په هغه زنګ وهلي مېخ کې واچاوه چې دده د عمر څو برابره و او نوره يې د هديرې لاره ونيوله.
د مازيګر اخرنۍ د لمر ژېړې وړانګې د د ونو په لوړو څانګو چې واورو پوښلې وې پاتې او تور کارغانو د شپې توروالي ته پخپلو پرلپسې غږونو جشن نيولی و، د ونو په لوړو څانګو کې چې واورو سپينې کړې وې په شريکه په نڅا او سندرو ويلو بوخت ول. روؤف د خاورو هغه ډېري ته ورسېده چې د واورو سپين رخت پرې غوړېدلی و، دا قبر له ټولو نه جګ تر سترګو ښکارېده. د پلار د قبر څنګ ته يې ګونډې ووهلې. د پښو او لاسونو ګوتې يې ډېرې يخنۍ بې حسه کړې وې. غريو ونيوو او د پلار د قبر پر سر پرېووت.
👇👇👇
https://t.me/AaAwwwama