یو وخت ؤ د اورونو پر سرلاره وه مزل وو
غړۍ د رب پر دین تر هسکه داره وه مزل وو
د جبر او زحمت سفر مو پیل ؤ ملګرو
منزل ته لار په وینوکې سنګاره وه مزل وو
په مینه مینه تلو د خدای لقاء د خدای رضا ته
وه جام د شهادت ته مو تلواره وه مزل وو
موږ نه وو لیوني نه مو نشې وې چېرته کړې
موږ بیړه د یو ورک وصال لپاره وه مزل وو
سپیڅلې قربانئ وې د سپېڅلي دین لپاره
سودا مو خاص د عشق له بازاره وه مزل وو
چې نه شوو برخمن له شهادته مهاجره
بس زموږ د نصیبو فیصله خواره وه مزل وو
غړۍ د رب پر دین تر هسکه داره وه مزل وو
د جبر او زحمت سفر مو پیل ؤ ملګرو
منزل ته لار په وینوکې سنګاره وه مزل وو
په مینه مینه تلو د خدای لقاء د خدای رضا ته
وه جام د شهادت ته مو تلواره وه مزل وو
موږ نه وو لیوني نه مو نشې وې چېرته کړې
موږ بیړه د یو ورک وصال لپاره وه مزل وو
سپیڅلې قربانئ وې د سپېڅلي دین لپاره
سودا مو خاص د عشق له بازاره وه مزل وو
چې نه شوو برخمن له شهادته مهاجره
بس زموږ د نصیبو فیصله خواره وه مزل وو