شخصي ډالۍ
نه سلامونه رالیږې نه ته په خپله راځې
چې اوس هم نه راځي جانانه نو بیاکله راځې
زه به غمونو نیم خوړلی یم رنځور به یمه
ته چې دا ځل له ګران هیواد اوله کابله راځې
څو شپې لانور انتظار وکړم راته ووایه جار
له فردیسۍ مې خوله وتلې ده که ګله راځې
دغه یې وخت دی نور مې مه پرېږده بېلتون ته اشنا
که مې د مات زړګې تر کور اوتر درشله راځې
لارې به ستا د راتلو فرش کړمه ستا څار به کوم
پر کومو لارو چې زما د زړه تسله راځې
مهاجر لږ یمه اګاه فکر مې هم بدل دی
نن مې په خیال کې لکه شعر لکه غزله راځې
نه سلامونه رالیږې نه ته په خپله راځې
چې اوس هم نه راځي جانانه نو بیاکله راځې
زه به غمونو نیم خوړلی یم رنځور به یمه
ته چې دا ځل له ګران هیواد اوله کابله راځې
څو شپې لانور انتظار وکړم راته ووایه جار
له فردیسۍ مې خوله وتلې ده که ګله راځې
دغه یې وخت دی نور مې مه پرېږده بېلتون ته اشنا
که مې د مات زړګې تر کور اوتر درشله راځې
لارې به ستا د راتلو فرش کړمه ستا څار به کوم
پر کومو لارو چې زما د زړه تسله راځې
مهاجر لږ یمه اګاه فکر مې هم بدل دی
نن مې په خیال کې لکه شعر لکه غزله راځې