نعت شريف/ عبدالقدوس منقاد :
د هـجـــر کـلــي کـې اوسېږم لـه حبيـب لـرې يـم
سم په زړګي باندې زخمي يم لـه طبيب لـرې يـم
د هجر شپه څومره اوږده ده او څۀ توره شپه ده
له سپيـن سهـاره هم د وصل لـه نصيـب لـرې يـم
چې په يـوڅـو خبـرو وړي ټـول نفرتونـه لـه زړو
د داسـې مينـې لـه امــام او لـه خطيـب لـرې يـم
ربه يا تـوان را ، يا دا ټولـې مسافـې ختمـې کـړه
چې بې له خنډ او بې له ځنډشم ورقريب لرې يم
څښتنه دا د مينې شور ، او بل خوا داسې قسمت
يو خو عجـم کې يم او بل يمه غريـب ، لـرې يـم
خير که تـرې لـرې يم خو وينم يې ديدن يې کوم
د زړۀ په سترګو، پام! ونه وايې عجيب، لـرې يـم
ميـنـه خـو ميـنـه ده آخـر به مـې تـر داره يوسـي
اوس که منقاده لـه جــلاد او لـه صليـب لـرې يـم
پای.
۱۴۳۷/۸/۳هـ ق
۱۳۹۵/۲/۲۱هـ ش
۲۰۱۶/۵/۱۰م