غزل/ عبدالقدوس منقاد :
پـه زړۀ بانـدې پــراتـۀ مـې دي امبـــار ارمـانـونـه
غــږيـــــږي راتـه هــره ورځ کــــــــرار ارمـانـونـه
زمـــا د دې ټـپــي زړګــي ازار بـه در پســې شــي
کـه بيـــا دې راتـه چېرتـه کـــــړل ازار ارمـانـونـه
مـونـږ خپلـه چـې د شپـو لمنـې کلکـې دي نيولي
نـو ولـې بيــا کـوو د سپيـــن سـهـــار ارمـانـونـه
يوۀ يتيم د پلار له تاخچې زوړ کتاب راواخيست
ويـل يـې پـوره کـومـه د خپــل پــلار ارمـانـونـه
هيـواده تاته دومـره ډېر مونږ زړونـو کې ساتلـي
وتـلـي لـکـه ستـوري سـم لـه شـمــــار ارمـانـونـه
يـو چـا دلتـه په هـر څاڅکـي يو يو ارمـان کرلی
راشنـۀ بـه شـي پـه وينـو يـې کـتـــار ارمـانـونـه
منقـاده که د خپـل جـانـان ديـدن يوځلـې وکـړم
پــوره بـه مـې شــي واړه پـه يـو وار ارمـانـونـه
پای.