غزل
ملنګه ما چي کله ستا سرۀ ځواني ونکړه
خو تۀ دا مۀ وایه چي خواره تا یاري ونکړه
چي حقیقت زه درته ووایم ما هر څه وکړه
پیره قسم دی په ژوندون ما شیطاني ونکړه
د خدای رحمت و، زه چي لاندي وم د پلار تر نظر
د مست ژوندون خاوند وم ما هیڅ غریبي ونکړه
نو څه دي وکړه؟ ای ښاغلې د ځوانۍ موسم کي
چي تا د نفس په مقابل کي بزرګي ونکړه
د یوې پاکي میني داغ یې پر زړه پروت و یاره
عشقري ځکه مزه داره زندهګي ونکړه !
عبدالله عشقري
@AbdullahAshqari
👆👆👆👆
ملنګه ما چي کله ستا سرۀ ځواني ونکړه
خو تۀ دا مۀ وایه چي خواره تا یاري ونکړه
چي حقیقت زه درته ووایم ما هر څه وکړه
پیره قسم دی په ژوندون ما شیطاني ونکړه
د خدای رحمت و، زه چي لاندي وم د پلار تر نظر
د مست ژوندون خاوند وم ما هیڅ غریبي ونکړه
نو څه دي وکړه؟ ای ښاغلې د ځوانۍ موسم کي
چي تا د نفس په مقابل کي بزرګي ونکړه
د یوې پاکي میني داغ یې پر زړه پروت و یاره
عشقري ځکه مزه داره زندهګي ونکړه !
عبدالله عشقري
@AbdullahAshqari
👆👆👆👆