غزل
نوم د میني او جانان شته، نور څه نشته
لاندي ځمکه پاڅ اسمان شته، نور څه نشته
په دې ښار کي انسانیت مړ شوی وروره
په دې ښار کي انسانان، شته نور څه نشته
رحم نشته وفا نشته په خاص توګه
زموږ په زړونو کي ایمان شته، نور څه نشته
عدالت خو بیخي نشته، ځواني مرګه
دې هیواد کي نن لقمان شته نور څه نشته
"عشقري" ستا نه خفه ومه چي ما ویل
ستا په مینه کي تاوان شته نور څه نشته
عبدالله عشقري
@Abdullahashqari
👆
نوم د میني او جانان شته، نور څه نشته
لاندي ځمکه پاڅ اسمان شته، نور څه نشته
په دې ښار کي انسانیت مړ شوی وروره
په دې ښار کي انسانان، شته نور څه نشته
رحم نشته وفا نشته په خاص توګه
زموږ په زړونو کي ایمان شته، نور څه نشته
عدالت خو بیخي نشته، ځواني مرګه
دې هیواد کي نن لقمان شته نور څه نشته
"عشقري" ستا نه خفه ومه چي ما ویل
ستا په مینه کي تاوان شته نور څه نشته
عبدالله عشقري
@Abdullahashqari
👆