شَقُّ القمردې څه سپیڅلي معجزه ده نبي
ځکه تراوسه لاجهان ورته معطل پاتي دی
عقل ګونګی دی وتعبیرته یي خاونددنظر
جانانه!مکمل له پښولویدلی شل پاتي دی
هغه دشِرک مخدوش اذهان دي دتوحیدپه چینه
ومینځل یارسول الله رب امتیازدرکړی
چي یي په لیلةُ الاِسراء کي له تاجوړکړامام
دمرسلینوپه ټولي کی یي اعزازدرکړي
نه دی له ځانه څه ویل نه دي لیکل له ځانه
هرڅه دخدای په امرتـا بیانول جهان ته
دلات منات دی ریښي وه ایستي دخلقوله زړو
داخوت سپین مضامین تاوسپارل جهان ته
ستا اودنورو ستا د وروڼو ترمنځ دا توپیر دی
هغوی هر یو یو بلل شوی په یوه لقب دی
ته هم خلیل یي هم حبیب یي هم کلیم الله یي دعبدالله غوره لقب دي څومره ښه لقب دی
له ابتداء تر انتهاء دي دژوندهره شیبه
جوړه له میني له اخلاقوله وفاوه لاره
په دي سبب به دي کاوه مدام پرزړوحکومت
خپله عادل عدل دي خوښ ووعدل ستاوه لاره
درسره ټولوجماداتوڅومره مینه لرل
دوی به پرتاسلام وایه چي ته به تلئ ترحراء
کاشکي یوکاڼي مظهري له هغوکاڼوڅه وای
لیدلی ماوای دامنظرچی رسیدئ ترحراء
ځکه تراوسه لاجهان ورته معطل پاتي دی
عقل ګونګی دی وتعبیرته یي خاونددنظر
جانانه!مکمل له پښولویدلی شل پاتي دی
هغه دشِرک مخدوش اذهان دي دتوحیدپه چینه
ومینځل یارسول الله رب امتیازدرکړی
چي یي په لیلةُ الاِسراء کي له تاجوړکړامام
دمرسلینوپه ټولي کی یي اعزازدرکړي
نه دی له ځانه څه ویل نه دي لیکل له ځانه
هرڅه دخدای په امرتـا بیانول جهان ته
دلات منات دی ریښي وه ایستي دخلقوله زړو
داخوت سپین مضامین تاوسپارل جهان ته
ستا اودنورو ستا د وروڼو ترمنځ دا توپیر دی
هغوی هر یو یو بلل شوی په یوه لقب دی
ته هم خلیل یي هم حبیب یي هم کلیم الله یي دعبدالله غوره لقب دي څومره ښه لقب دی
له ابتداء تر انتهاء دي دژوندهره شیبه
جوړه له میني له اخلاقوله وفاوه لاره
په دي سبب به دي کاوه مدام پرزړوحکومت
خپله عادل عدل دي خوښ ووعدل ستاوه لاره
درسره ټولوجماداتوڅومره مینه لرل
دوی به پرتاسلام وایه چي ته به تلئ ترحراء
کاشکي یوکاڼي مظهري له هغوکاڼوڅه وای
لیدلی ماوای دامنظرچی رسیدئ ترحراء