د دولتي شرکتونو ترمنځ د همږغۍ ناسته وسوه
سه شنبه د سلواغې ۲۵مه ۱۴۰۱هـ.ل
6 /1د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو ترمنځ د همږغۍ، ځان بسیایني ته د رسېدو، ستراتېژیکو موخو ترلاسه کولو، ژمنو او مسلکي کسانو ګمارلو، تجربو شریکولو او غوره مدیریت په موخه ناسته په انټرکانټیننټال هوټل کي جوړه سوه
په دې ناسته کي د مالیې وزارت اداري مرستیال مولوي حمدالله زاهد، د دولتي شرکتونو لوی رئیس الحاج مولوي عبدالحمید اخندزاده، د ملي پراختیا شرکت رئیس عبدالرحمن عطاش، د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت رئیس محمد نصیر رحیمي (انجنیر حسن) او د دولتي شرکتونو رئیسانو ګډون کړی وو.
د پیل په خبرو کي د دولتي شرکتونو لوی رئیس، د دولتي شرکتونو د فعالیتونو، لومړیتوبونو او لاسته راوړنو د بیانولو ترڅنګ د دغو شرکتونو د پرمختګ او ځانبسیا کېدو او ښه مدیریت په برخه کي د شرکتونو ترمنځ همږغي اړینه وبلله او زیاته ئې کړه، چي قوانینو ته درناوی او د مراتبو سلسله ...
باید د مسؤلینو له لوري په پام کي ونیول سي.
همدا راز د مالیې وزارت اداري مرستیال وویل، چي د دولتي شرکتونو د ظرفیت لوړولو په موخه باید ټولي اړیني چاري ترسره سي او دولتي شرکتونه باید پیاوړي او ځانبسیا سي. نوموړي زیاته کړه، چي قوانین باید د شریعت له اصولو سره سم ترتیب سي؛
ځکه چي الهي قوانین له وضعي قوانینو څخه لوړ او غوره دي او په ټولو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کي بشپړ او زموږ ښه لارښودونکي دي.
د دولتي شرکتونو په استازولۍ د ملي پراختیا شرکت رئیس او د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت رئیس هم خبري وکړې او د دولتي شرکتونو د ښه مدیریت،
پلان جوړوني او د پلانونو د ښه تطبیق لپاره ئې د رښتینو، متعهدو او مسلکي اشخاصو ګمارل مهم وبلل او ترڅنګ ئې د شرکتونو لرلید او رسالت روښانه کړ. په پای کي د ملي پراختیا شرکت او انټرکانټیننټال دولتي شرکت د خپلو کړنو پريزنټېشنونه وړاندي کړل، او ګډونوالو هم خپل نظرونه ورسره شریک کړل
#ارگ_رسمي_پاڼه👇
https://t.me/arg1880_1