پسرلی دی او د وخت انځورګري کړم
بس، لۀ یو ګل، او لۀ بله عکس اخلم
پېښوره! ستا موسم به هم موسم وي
خو زۀ دلته لۀ کابله عکس اخلم
د خپل کلي د ړنګ شویو دېوالونو
د خپل کور لۀ مات درشله عکس اخلم
مرګ ته خاندو، یاره مرګ رانه ویرېږي
مخامخ درنه اجله عکس اخلم
تا راکړې یو څو نښې راسره دي
بس د ورځې ترې څو ځله عکس اخلم
نویشته پکې احمد کړم ټکی ټکی
چې لۀ تا څخه غزله! عکس اخلم
@AhmAd_SafI11
بس، لۀ یو ګل، او لۀ بله عکس اخلم
پېښوره! ستا موسم به هم موسم وي
خو زۀ دلته لۀ کابله عکس اخلم
د خپل کلي د ړنګ شویو دېوالونو
د خپل کور لۀ مات درشله عکس اخلم
مرګ ته خاندو، یاره مرګ رانه ویرېږي
مخامخ درنه اجله عکس اخلم
تا راکړې یو څو نښې راسره دي
بس د ورځې ترې څو ځله عکس اخلم
نویشته پکې احمد کړم ټکی ټکی
چې لۀ تا څخه غزله! عکس اخلم
@AhmAd_SafI11