دامن روح
دامن روح ته چې څوک زیان اړوي
هــــغه به خپل ژوند ته تاوان اړوي
نۀ به دچا هــــــیلې ناهیلې شي او
نۀ به څـوک خاورې په جانان اړوي
زمــــونږ عادت دپسرلو په څیر دی
لکه په بل مـــــــخ چې خزان اړوي
دا دیو داســـــــــې میړنو وطن دی
چې له غـــــوږونو نه بریتان اوړي
چې بربادیو ته لمـــــــــــن وهي نن
بیادې نو هـرڅۀ په خپل ځان اړوي
احمد له څو لســـیزو ورسته یوځل
پــــــر اوږه لاس دورک ارمان اړوي
احمدغازي
۱۴۰۱/۱/۱۵
دامن روح ته چې څوک زیان اړوي
هــــغه به خپل ژوند ته تاوان اړوي
نۀ به دچا هــــــیلې ناهیلې شي او
نۀ به څـوک خاورې په جانان اړوي
زمــــونږ عادت دپسرلو په څیر دی
لکه په بل مـــــــخ چې خزان اړوي
دا دیو داســـــــــې میړنو وطن دی
چې له غـــــوږونو نه بریتان اوړي
چې بربادیو ته لمـــــــــــن وهي نن
بیادې نو هـرڅۀ په خپل ځان اړوي
احمد له څو لســـیزو ورسته یوځل
پــــــر اوږه لاس دورک ارمان اړوي
احمدغازي
۱۴۰۱/۱/۱۵