د علم تجوید زدکړه


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


په دی چینل کی به ان شاألله د علم تجويد ورځني درسونه او د قرآن کریم اجرا په دومره انداز چی زده کیژی درته نشریژی هیله ده چینل درسره نشر کړی👇👇
https://t.me/Ajtajgmwajum
دواټساپ ګروپ👇
https://chat.whatsapp.com/HuwhjDk6pGR1mpihxQOm0V

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


*دعلم تجوېــــــــــــــد زدکړه*
*╭═✦๏◉◉◉◉◉◉◉๏✦═╮*
https://chat.whatsapp.com/HuwhjDk6pGR1mpihxQOm0V
*╰═✦๏◉◉◉◉◉◉◉๏✦═╯*

📚 👇📕👇 📘👇 📚

*دریـــ،،،ــــم درس*

*لیکوال قاري عبدالمنان حقانې غفرله البارې*

ابتدا یعنې شروع کول په قرآن شریف سره پر دري قسمه ده
*الاول* ابتدا تلاوت ابتدا سورت یعني د تلاوت او سورت شروع یوځای دلته اعوذ بالله او بسم الله ویل ضروری دی او دلته څلور④ وجهی دي اول① فصل کل یعنی اعوذ بالله جلا ویل بسم الله جلا ویل او سورت جلا ویل دوهم② وصل اول و ثاني یعنی اعوذ بالله او بسم الله جلا ویل او سورت جلا ویل دریم③ فصل وصل ثانی وثالث یعني اعوذ بالله جلا ویل بسم الله او سورت جلا ویل څلورم④ وصل کل یعنی اعوذبالله بسم الله او سورت پوهیژی یوه ساه ویل او دا څلور سره وجهي جائز دی
*دوهم* ابتدا تلاوت در میان سورت یعنی د تلاوت شروع په مابین کی د سورت
دلته اعوذباالله ویل ضروری ده او په بسم الله کی اختیار دی دلته هم دغه مخکی څلور وجهي دی او ټولی جائز دی
*دریم ابتدا سورت درميان تلاوت یعنی د سورت شروع کول په مابين کی د تلاوة
دلته یوازی بسم الله ویل کیژی او په دی صورت کی هم څلور④ وجهي جوریژی اول① فصل کل یعنی اول سورت جلا ویل بسم الله جلا ویل دوهم سورت جلا ویل دوهم②فصل اول وصل ثانی وثالث یعني اوسورت جلا ویل بسم الله او دوهم سورت جلا ویل دریم③وصل کل یعنی اول سورت بسم الله او دوهم سورت په یوه ساه ویل دا دري سره وجهي جائز دی څلورم④ وصل اول وثانی فصل ثالث یعنی اول سورت او بسم الله جلا ویل او دوهم سورت جلا ویل دا وجه نا جائزه ده

*نور دروس وروسته ان شاألله*

*که غواړي د نورو دروسو څخه برخمن شی نو زموژ چینل درسره وڅاري*
https://t.me/Ajtajgmwajum


دعلم تجوېــــــــــــــد زدکړه
*╭═✦๏◉◉◉◉◉◉◉๏✦═╮*
https://chat.whatsapp.com/HuwhjDk6pGR1mpihxQOm0V
*╰═✦๏◉◉◉◉◉◉◉๏✦═╯*

📚 👇📕👇 📘👇 📚

*د اجرا دوهـــ،،،ـــم درس*

*لیکوال قارې عبدالمنان حقانې غفرله البارې*

الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ﴿2﴾

ژباړه: ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دي

الرَّحْمٰنِ کي الف لام شمسیه دی: را ډکه ویل کیژی ځکه فتحه لري حا یو حرف دي حروف حلقیه وو څخه ډکه ویل کیژی حروف حلقیه ⑥ داني دی همزه ها عین حا غین خا: پر میم باندي الف مقصوره دی پر الف مقصوره باندی مد اصلی کیژی ځکه ماقبل یی مفتوح دی او دوه حرکته کدر مد پر کیژی:
الرَّحِيمِ کی الف لام شمسیه دی: را ډکه ویل کیژی ځکه فتحه لری: پر مجموع الرَّحِيمِ باندی په حالت د وقف کی مد عارض وقفی کیژی دا مد دری حالته لری طول یعنی ⑥حرکته کشول توسط یعني ④حرکته کشول قصر یعنی ②حرکته کشول

مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ ﴿3﴾
ژباړه د بَدلې د ورځې مالك دى.

مَالِكِ: پر ماباندي مد اصلی کیژی ځکه الف ماقبل مفتوح دی
يَوْمِ کی واو: واو لین دی ځکه ماقبل مفتوح دی
الدِّينِ کی الف لام شمسیه دی: پر دال باندي قلقله اوسطٰی کیژی: او پر مجموع الدِّينِ باندي مد عارض وقفی کیژی او دا مد چی څومره حالتونه لری مخکی مو زکر کړی دی

*نور دروس وروسته ان شاألله*

*که غواړي د نورو دروسو څخه برخمن شی نو زموژ چینل درسره وڅاري*
https://t.me/Ajtajgmwajum


*دعلم تجوېــــــــــــــد زدکړه*
*╭═✦๏◉◉◉◉◉◉◉๏✦═╮*
https://chat.whatsapp.com/HuwhjDk6pGR1mpihxQOm0V
*╰═✦๏◉◉◉◉◉◉◉๏✦═╯*

📚 👇📕👇 📘👇 📚

*دوهــــ،،ــــم درس②*

*لیکوال قارې عبدالمنان حقانې غفرله البارې*

①دعلم تجويد فائده او ثمره ②د دی علم ارکان ③د دی علم حکم ④ د دي علم واضعین

① دعلم تجوید فائده او ثمره [سَعَادَتُ الدَارَیْنِ] یعني دا علم هم د دی دنیا خیر دی هم د اخرت خیر دی

②د علم تجوید ارکان څلور دی①مخرجونه ②صفتونه ③ترکيبي قاعدی ④ د خپلی ژبي سره مِهنت کول یعنی خواري کشل

③د علم تجوید حکم عمومًا فرض کفایی دی او عمل ورباندي فرض عین دی فرض کفایی یعنی که چیری په یو کلی کی قاری نوی نو د دی کلی خلق باید دومره روپی سره راټولی کړی چی د یو نفر ټول مصرف سی او دی قرائت زده کړی او برته یی دغو خلقوته ور وشه یی فرض عین یعنی لکه څرنګه چی پر سول الله [ص] باندي په تجوید سره نازل سوی دی همداسی په تجوید سره یی باید ووایو

④دعلم تجوید واضع الله تبارک وتعالٰی دی خو زموژ مراد ځنی دلته څلور استادان دی ①خلیل ابن احمدفراهیدی ②عمر ابن عثمان ③محمد بن مُستنیر④یحیٰ ابن زیاد

*نور دروس وروسته ان شاألله*

*که غواړي د نورو دروسو څخه برخمن شی نو زموژ ګروپ درسره وڅاري*
https://t.me/Ajtajgmwajum


دعلم تجوېــــــــــــــد زدکړه
*╭═✦๏◉◉◉◉◉◉◉๏✦═╮*
https://chat.whatsapp.com/HuwhjDk6pGR1mpihxQOm0V
*╰═✦๏◉◉◉◉◉◉◉๏✦═╯*

📚 👇📕👇 📘👇 📚


*د اجرا لومـــ،،،ـــړي درس①*

*لیکوال قاري عبدالمنان حقانې غفرله البارې*

الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿1﴾

الْحَمْدُ کی الف لام قمریه دی ځکه وروسته تر الف لام حا راغلی ده: حا یو حرف دي د حروف حلقیه وو څخه ډکه ویل کیژی: پر دال باندي قلقله ادنٰی کیژی: لِلَّهِ لام جلالیه باریک ویل کیژی ځکه مخکی تر لام حرف مکسوره دی: رَبِّ ر ډکه ویل کیژی ځکه فتحه لری: او پر بَّ باندي قلقله اُوسطٰی کیژی: الْعَالَمِينَ کی الف لام قمریه دی ځکه وروسته تر الف لام عین راغلی: او پر عَا باندي مد اصلي کیژی ځکه تر الف مخکي فتحه راغلی ده: او پر مجموع الْعَالَمِينَ باندي په حالت د وقف کی مد عارض وقفی کیژی او په داسی مد کی دری وجهي جائز دی لومړي طول یعنی شپژ⑥ حرکته کشول دوهم توسُّط یعنی څلور④ حرکته کشول دریم قصر یعنی دوه② حرکته کشول

*نور دروس وروسته ان شاألله*

*که غواړي د نورو دروسو څخه برخمن شی نو زموژ ګروپ درسره وڅاري*
https://t.me/Ajtajgmwajum


*دعلم تجوېــــــــــــــد زدکړه*
*╭═✦๏◉◉◉◉◉◉◉๏✦═╮*
https://chat.whatsapp.com/HuwhjDk6pGR1mpihxQOm0V
*╰═✦๏◉◉◉◉◉◉◉๏✦═╯*

📚 👇📕👇 📘👇 📚


*لومــ،،ــړې درس1*

*لیکوال قاري عبدالمنان حقاني غفرله البارې*

دعلم تجوید① لغوي او اصطلاحي ②تعریف ③غرض ④موضوع ⑤ده دي علم فضیلت

①علم تجوید لغوي معنی ده عمده او شه کار کول او اصطلاحی معنی یی هر حرف د خپل مخرج څخه ایستل او د هغه ټوله صفتونه ادا کول

②دعلم تجوید تعریف [هُوَ عِلْمٌ یُبْحَثُ فِیْه عَنْ مَّخَارِجِ الْحُرُوْفِ والصٍّفَاتِه
ژباړه دا یو علم دی چی په دی کی بحث کیژی دمخارجو حروفو او صفاتو

③دعلم تجوید غرض صَوْنُ الِسَانِ عَنِ الْخَطَاءِ فِيْ تِلَاوَةِ الْقُرْآنِ
ژباره خپله ژبه ساتل د خطاوو څخه په وخت کی د تلاوة کولو د قرآن کریم

④دعلم تجوید موضوع ده دی علم موضوع حروف هجاء دی یعني حروف الفبا چی 29 حروف دی [الف با تا ثا تر یا] پوري

⑤ده دي علم فضیلت [دا علم افضل العلوم علم دي] ځکه ده دی تعلق د افضل الکتوب سره دی که څوک اعتراض وکړی چی دانور علمونه افضل العلوم دی؟ نو جواب یی دا دی چی دا نور علمونه بل الواسطه افضل العلوم دی [ځکه څلورو امامانو جور کړی دی] او علم تجوید باالذات افضل العلوم دی [ځکه د الله له طرف څخه جور را لیژل شوی دی]

*نور دروس وروسته ان شاألله*

*که غواړي د نورو دروسو څخه برخمن شی نو زموژ چینل درسره وڅاري*
https://t.me/Ajtajgmwajum


چینل مو نو جور کړی دی درسره جواین یی کړی
په دی چینل کی به ان شاألله د علم تجويد ورځني درسونه او د قرآن کریم اجرا په دومره انداز چی زده کیژی درته نشریژی هیله ده چینل درسره نشر کړی👇👇
https://t.me/Ajtajgmwajum


السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته


بسم الله الرحمن الرحیم

Показано 8 последних публикаций.

33

подписчиков
Статистика канала