د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه الله) د مبارکۍ پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الله أکبر الله أکبر، لآ إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد
إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له, وأشهد ألا إله إلا الله وحده لا شريك له, وأشهد أن محمدا عبده ورسوله صلى الله وسلم عليه وعلى آله وصحبه أجمعين, أما بعد:
قال الله عزوجل: قُلْ إِنَّ صَلَاتِى وَنُسُكِى وَمَحْيَاىَ وَمَمَاتِى لِلَّهِ رَبِّ الْعٰلَمِينَ. [سُوۡرَةُ الاٴنعَام : ۱۶۲]
د افغانستان مسلمان ولس، مجاهدینو، د شهیدانو کورنیو، معلولینو، بندیانو او ټول اسلامي امت ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
تر هرڅه وړاندې تاسو ټولو ته د لوي اختر په مناسبت مبارکي وایم، له الله تعالی څخه سوال کوم چې ټولې قربانۍ، جهادونه، هجرتونه او د اسلام لپاره ستړیاوې مو په خپل در بار کې قبولې کړي، د شهیدانو دې الله تعالی شهادتونه منظور کړي، بندیان دې الله تعالی له بنده را آزاد کړي، د غمجنو کورنیو دې الله تعالی غمونه په خوشحالۍ بدل کړي او د یتیمانو دې ښې پالنې او روزنې لپاره دې الله تعالی ښه زمینه مساعده کړي. آمین یارب العلمین
مجاهدینو وروڼو!
د هېوادوالو امنیت، د هغو له ځان، مال، عزت او ګټو څخه دفاع د خپل ځان عملي وجیبه و ګڼئ، د ملکي خلکو له ژوند سره نهایت ډير احتیاط وکړئ، د خلکو ترمنځ د دعوو او جنجالونو د حل او فصل لپاره د محاکمو او ذي صلاح ادارو په مرسته خپله ټوله سعې وکړئ، د لویو لارو د امنیت ساتلو، د تجارانو لپاره د اموالو د انتقال په وخت کې د سهولتونو رامنځته کولو او له هغوی سره د ښه چلند لرلو په برخه کې جدي پاملرنه وکړئ.
څرنګه چې د الله تعالی په نصرت او ستاسې په بې دریغه سرښندنو او قربانیو د اسلامي نظام د راوستلو په درشل کې يو ان شاءالله، نوخپل صفونه لاقوي او منظم کړئ، خپل منځي یو والی مو لا پیاوړی کړئ، اطاعت او تقوا ته لاهم ډيره توجه وکړئ او د الله تعالی شکر اداء کړئ او له هر ډول هغه حرکت او ويناوو څخه چې الله تعالي پرې ناراضه کیږي ډډه وکړئ.
افغان مجاهد ولسه!
زموږ جهاد د اشغال د خاتمې او د سوچه اسلامي نظام د اقامې لپاره وه او ده، ځکه نو خپل مجاهد او کړیدلي ولس ته ډاډ ورکوو چې د دوی له آرمانونو سره به جفا نه کیږي ان شاءالله تعالی، ورسره په هېواد کې د داسې نظام غوښتونکي يو چې ټولې پرګنې مو په کې د اهليت پر بنسټ خپل ځان وويني او هر څوک د هېواد په پرمختګ کې د خپلو مسؤوليتونو د تر سره کولو له لارې برخمن شي.
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی د دغه کور ابادول، د ديني او ملي ارزښتونو ساتل، او له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا څخه يې دفاع کول د هر افغان مسؤوليت دی.
زموږ او ستاسو روانه مبارزه د پورته اهدافو لپاره یوه وسیله ده، که دغه ستر هدفونه په خبرو او مفاهمې سره تر لاسه شي، موږ يې پلوي یو او صادقانه او جدي خبرې اترې د ستونزو د حل یوه اساسي لاره بولو.
موږ له چا سره ذاتي دښمني نه لرو، بلکې د هېواد د خپلواکۍ اویوه سوچه اسلامي نظام د قیام لپاره مو وسله پورته کړې ده، د پورتنیو اهدافو د پوره کیدو په صورت کې له ټولو سره سوله ایز ژوند غواړو.
د بین الافغاني مذاکراتو په اړه:
له امریکایانو سره په دوحه کې د تړون لاسلیک، بیا وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره کوښښونه هغه څه دي چې اسلامي امارت يې په اړه خپل مسئولیت ادا کړی دی.
اوس په نورو جهتونو پورې اړه لري چې څومره له دې مهیا شوي فرصت څخه سمه استفاده کولای شي.
د بندیانو تبادله چې د زرګونو هیوادوالو او غمځپلو کورنیو د خوشالۍ او ډاډ سبب شوه، یو مهم پرمختګ و چي باید مقابل لوري ځنډ نه وای په کې را وستی، داچې موږ د سولې په لور قدمونه اخلو د بندیانو خلاصون یې یوه لویه برخه ده چې هم اعتماد رامنځ ته کوي او هم د سولې لار لنډوي.
داخلي جهتونه دې د بين الافغاني خبرو په وړاندې پراته خنډونه بې له ځنډه لرې کړي، د لنډ مهاله ګټو د تقسیم پرځای دې د هېواد علیا مصالحو ته ترجیح ورکړي، تر څو افغانان په خپله د جګړې د داخلي موجودو او بالقوه عواملو د له منځه وړلو، هېواد ته د دائمي سولې د راګرځولو او د راتلونکي اسلامي نظام په اړه یوه ګډ تفاهم ته سره ورسيږي.
د بهرنیو ځواکونو په اړه:
دا یو ښه انکشاف دی چې د دوحې تړون د عملي کیدو په لاره کې امریکایانو او متحدینو يې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د بیرته ایستلو لړۍ پیل کړې.، پنځه اډې يې تخلیه کړې او له لاسلیک کړي تړون سره سم به امریکایان او بهرني متحدین يې له افغانستان څخه خپل ټول نظامي ځواکونه او غیر ديپلوماتیک پرسونل وباسي.
اسلامي امارت له امریکا سره لاسلیک کړي تړون ته ژمنتیا لري، د امریکا د حکومت اړوند ملکي او پوځي ارګانونه او متحدین يې هم باید له اسلام