غــــږ: بشيراحمداحمدي
شاعر: محمدعليم بسمل
کبر دې نۀ کیږي توبه لۀ ناشکري ملګرو
څو مې چې مور مړه ده ژوند خوند نۀراکوي ملګرو
کۀجنت هم وي خو چې مور دې پکې مري ملګرو
ورکه دنیا شه که فاني ده که باقي ملګرو
دنیا فاني وه، اوس یې نوره هم مزه ولاړه
مورکۍ مې مړه شوله پۀ کومه دروازه ولاړه
بې موره هم دنیا ودانه ده خو خوند نۀ کوي
زندګي هغسې روانه ده خو خوند نۀ کوي
زړۀ مې پۀخپل ځای مګر مینه مې ژوندۍ پاتې ده
ګلبشره هم راباندې ګرانه ده خو خوند نۀ کوي
ګرانو ملګرو د ځواني مزه اوبو یوړه
لاړه زما د زندګي مزه اوبو یوړه
د مور راتګ خونې ته ځان ته یو کېفیت درلود
د دروازې غږ د جنت د ساز لذت درلود
چې ګرانه مور به راسره پۀ دسترخوان ناسته وه
وچې ډوډۍ به هم د شاتو حلاوت درلود
د زندګۍ شیبې اوس هغسې پۀشرنګ نه راځي
ماته د مور په شماره باندې اوس زنګ نه راځي
څۀ زهرجن ترخه وختونه مې یوازې تېر کړل
غرونه درانۀ درانۀ غمونه مې یوازې تېر کړل
چې زړه مې غوښتل هغه شعر هم خیال په لاس رانکړ
د بې مورۍ د داغ دردونه مې یوازې تېر کړل
بسمله خپلې شاعرۍ ته مې هم قار راشي
دا نازک خیال به مې نو څۀوخت کې پۀکار راشي
👇👇👇