داستان: د وزیرستان شاهین
لیکـوال: عزیز الدین مصنف
اوله برخه (۱) باسمه تعالی
يوه ورځ د ښار په لوی جامع جومات کې د جمعې مبـارکې د ورځې تر لمانځه وروسته له جوماته په وتلو وم چې تليفون ته زنګ راغی، تليفون مې را واخيست چې ومې کتلو نمبر نــه و راسره ثبت شمیره مې اوکې کړه تر سلام وروسته يې وويل: مولوي صيب منتقم يم، که تکلیف درته نه وي همدغلته ودرېږه زه درنږدې يم.
حيران شوم ځکه دا درېیم کال و چې منتقم پــه تشكيل کې د تعرضي قطعې مجاهد و، دا د راسخې عقيدې ځوان مجاهد لكه څرنګه چې په ونه دنګ و الله تعالى همداسې له لور عزم او عالي توكل څخه هم برخمن ګرځولی و.
منتقم له رانږدې کېدو سره سم له خـندا ړنګ و، غېږه مې ورته خلاصه کړه تر روغبړ وروسته مې له لاسه ونیو ما ويل راځه نور مجلس به په موټر کې کوو، منتقم هغه وخت ما ليدلی و چې کله مونږ د پوځيانو یو کوچنی بېس فتحه کړ، په هغه ورځ منتقم له جيبه سپین بـيرغ چې په منځ يې په دايـــروي حلقه كليمه شريفه ليکل شوې وه را وکيښ، پـه يوه اوږده لكړه ځړېدلى شین بيرغ يې راښکته او پر ځای یې د اسلام سپين بيرغ ورپاوو.
د هغې ورځې تر معركې وروسته به ما او منتقم كله كله رابطه كوله، بيا يو وخت
داسې راغی چې زه په يوه بل کار پسې مصروف شوم، منتقم همالته په قطعه کې پاتې شو، د الله تعالى شان ته وګوره
چې نن مو يو ځل بیا د يوه او بل په دیدن سترګې يخې شوې.
په خبرو خبرو کې مې له منتقم څخه له لومړي خط نه د راستنېدو پوښتنه وکړه، ما ويل منتقم جانه خيرت خو و څنګه دې زمونږ په خوا لار را غلطه کړې؟
زما له دې پوښتنې سره سم د منتقم سترګې له اوښکو ډکې شوې، خپله دسمال يې سترګو ته ونیو په سلګيو شو ما يې پـه سر لاس کېښود ډاډ مې ورکړ ګرانه زه درسره یم؛ ولې؟ څه پېښه وشوه چې ته یې نا آرامه کړې که زما په پوښتنه خفه شوی يې، ما وبښه ګرانه، هيڅ مې پام نه و، راځه چې يو ځل کور ته ولاړ شو بيا به په کراره کیسې کوو.
منتقم يو څه ځان سره راټـول کړ سترګې يې له اوښکو پـاکې کړې، ويل نه همدا ځای سم دی ، وروسته به ولاړ شو، منتقم ويل: هغه وخت چې زمونږ قطعه په جنوبي وزيرستان کې وه، په دښمن مو ځمکه سره تبۍ ګرځولې وه، هغه وخت د شمالي وزيرستان نظامي مسئول له مشر امير صيب څخه د مرستې غوښتنه وکړه، امير صيب زمونږ د قطعې مشر ته پـيغام راولېږه چې خپل ملګري درسره واخله، ژر تر ژره حرکت وکړه او شمالي وزيرستان ته ځان ورسوه، مونږ له روانېدو سره سم خپل نظامي مورچل نورو مجاهدينو ته پرېښود او شمالي وزيرستان ته مو حرکت وکړ، ترتيب داسې وو چې د قطعې ټول ملګري په پنځه کسیزو کوچنیو ګروپونو ویشل شوي وو، د هر ګروپ لپاره خپل موقتي مشر انتخاب شو، زه د خپل ګروپ د ملګرو مسؤل وټاكل شوم، زمونږ د ګروپ د روانېدو نوبت وروستی و۔ تر څو شپو مسلسل مزل وروسته يو وخت داسې راغی چې ملګرو باندې له هرې خوا سختي راغله، په جېب کې هر څه را ختم شول، د قطعې مجاهدينو ته اجازه نه وه چې له ملکي کورونو څخه د ډوډۍ په نوم
څه وغواړي، ځای ځای به چې کوم دوکان په مخه راغی، د پیسو د نشتون له وجې به مو لاره ځینې كـږوله نه مو د شپې آرام کولای شو نه مو ورځ په کرار وه.
#دوام_لري....
دوستان باید د دویمې برخې لپاره خپل نظر څرګند کړي 😊
https://whatsapp.com/channel/0029VahmkXH7dmeimHZxJi3g