غـــــــربت
هو؛هغې هم
د نورو په خوله
په نالیدلي بڼه
د ژوند په سختو حالاتو
او د غربت په دام کې
یوازې پرېښودم
هو؛
زما د پرېښودلو
راز مالوم وه
ژمنه یې پخه وه
باور مې دا وه چې
هر څه به شم شي
خو کله چې
له حقیقته خبره شوه
دا نو هغه وخت وه چې
ما د غربت
او د ټولنې د نادودو
له اړخه
خپل کلی پرېښی وه
په کیلو مټره لرې
بل هېواد ته تللی وم
تر څو له غربت څخه
ځان خلاص کړم
او د هغې
غوښتنې پوره کړم
درې کاله وروسته
کله چې
خپل هېواد ته راستون شوم
زما پر وړاندې د ټولنې درناوی
د مشرانو او ځوانانو باور
د خانۍ انداز
او د کورنۍ د غړو پوره مینې
ډېر متاثره کړی وم
هر څه د پیسو په مقابل کې
بدل شول
زما هڅه
د خپلې مینې تر لاسه کول وه
خو د غربت په جال کې
بندو در وازو
هغې ته د رسېدلو اجازه را نه کړه
هغې په ټولو کړو ژمنو پښه اېښې وه
زما پر وړاندې یې
د مینې پر ځای
په زړه کې
نفرتونو ټوپونه وهل
اوس نو ورته زما مینه
یو عبس کار ښکارېده
هغه ځکه چې
اوس هغه
له ورانې جونګړې
او سپيره کلي وتلې وه
د ښار په دنګو محلونو کې یې
د بل په خوښه
د ژوند ورځې شپې سبا کولي
نه پوهیږم چې
هغې لیونۍ به
د کومې سختې اړتیا له مخې
د بل سره د ښار ژوند ته
زړه ښه کړی وي
خدای ج خبر چې
زه به یې په یاد یم او کنه
غربته
له تا مې ډېره کیله وشوه
نه غواړم چې
له دې وروسته
د بایللي مینې په دریاب کې
ځان غرق کړم
زه هم انسان یم
د ژوند کولو حق لرم
تېر یادونه به دې هېر کړم
ټولې د لاس نښې دې سوزوم
خو یوازې
هغه ساده او کلیوال انځور دې
تر مرګه
د یوه تریخ حقیقت
دردمند یادګار
او د بل سره د مینې د نه تړون په خاطر
او په ژوند کې
د ترخې تجربې په موخه
له ځان سره ساتم
پای
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮
✍️ ديادونو𓁋باران⛆ـ
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯
هو؛هغې هم
د نورو په خوله
په نالیدلي بڼه
د ژوند په سختو حالاتو
او د غربت په دام کې
یوازې پرېښودم
هو؛
زما د پرېښودلو
راز مالوم وه
ژمنه یې پخه وه
باور مې دا وه چې
هر څه به شم شي
خو کله چې
له حقیقته خبره شوه
دا نو هغه وخت وه چې
ما د غربت
او د ټولنې د نادودو
له اړخه
خپل کلی پرېښی وه
په کیلو مټره لرې
بل هېواد ته تللی وم
تر څو له غربت څخه
ځان خلاص کړم
او د هغې
غوښتنې پوره کړم
درې کاله وروسته
کله چې
خپل هېواد ته راستون شوم
زما پر وړاندې د ټولنې درناوی
د مشرانو او ځوانانو باور
د خانۍ انداز
او د کورنۍ د غړو پوره مینې
ډېر متاثره کړی وم
هر څه د پیسو په مقابل کې
بدل شول
زما هڅه
د خپلې مینې تر لاسه کول وه
خو د غربت په جال کې
بندو در وازو
هغې ته د رسېدلو اجازه را نه کړه
هغې په ټولو کړو ژمنو پښه اېښې وه
زما پر وړاندې یې
د مینې پر ځای
په زړه کې
نفرتونو ټوپونه وهل
اوس نو ورته زما مینه
یو عبس کار ښکارېده
هغه ځکه چې
اوس هغه
له ورانې جونګړې
او سپيره کلي وتلې وه
د ښار په دنګو محلونو کې یې
د بل په خوښه
د ژوند ورځې شپې سبا کولي
نه پوهیږم چې
هغې لیونۍ به
د کومې سختې اړتیا له مخې
د بل سره د ښار ژوند ته
زړه ښه کړی وي
خدای ج خبر چې
زه به یې په یاد یم او کنه
غربته
له تا مې ډېره کیله وشوه
نه غواړم چې
له دې وروسته
د بایللي مینې په دریاب کې
ځان غرق کړم
زه هم انسان یم
د ژوند کولو حق لرم
تېر یادونه به دې هېر کړم
ټولې د لاس نښې دې سوزوم
خو یوازې
هغه ساده او کلیوال انځور دې
تر مرګه
د یوه تریخ حقیقت
دردمند یادګار
او د بل سره د مینې د نه تړون په خاطر
او په ژوند کې
د ترخې تجربې په موخه
له ځان سره ساتم
پای
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮
✍️ ديادونو𓁋باران⛆ـ
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯