مولوي عبدالحي مطمین
د غزني ولایت د قرباغ ولسوالي اوسېدونکي وو. په ۱۴۱۵ ه ق کال چې د طالبانو اسلامي تحریک ایجاد شو مطمین صاحب ورسره ملګری شو،له څه مودې نظامي فعالیت وروسته یې د کندهار په اطلاعاتو کلتور کې فرهنګي خدمت پيل کړ، له مجلو او اخبارونو سره يې د لیکوالي همکاري کوله
وروسته د کندهار د اطلاعاتو کلتور ریاست په دنده وګمارل شو په همدې وخت کې یې د امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد د ویاند دنده هم په غاړه درلوده.په خپله ټوله دوره کې یې د وياندويي وظیفه په ډیر جرأت، له قوي منطق او استدلال سره یو ځای مخې ته یووړه.
مطمین صاحب د اسلامي امارت له مخلصو مشهورو شخصیتونو څخه یو نه ستړی کیدونکي مبارز وو.
د پراخې مطالعې، او استدلال خاوندوو، تکړه او نازک خیال شاعر او پیاوړی لیکوال وو.
ګڼ اشعار يې د هيواد مشهور ترانه خوان ملافقیر محمد درویش صاحب زمزمه کړي دي.
نوموړی په دې وروستیو کې د سینې له تکلیفه رنځېدی،
د اسلامي امارت د مشرانو په سپارښتنه په یوه پرمختللي او مجهز روغتون کې تر تداوي لاندي وو، له نژدې ۲۵ ورځو وروسته یې خپل روح حقیقي مالک ته وسپاره.
روح یې ښاد او یاد دي تل وي.
د اسلامي امارت مشرتابه او د فرهنګي کمیسیون ملګرو یې د مریضي په وخت کې هر رنګه مالي او ځاني همکاري وکړه او په ډیر اخلاص یې خدمت وکړ الله دي ټولو ته ډير اجرونه ورکړي
احمدالله وثیق