غزل
مونږ ماته امریکا کړل چا منلې ده که نه ده
له خپل هغه غرور نه رالوېدلې ده که نه ده
مغروره نړی ګوره د زخمي مرغۍ په څیر شول
په غشي د ایمان مي درویشتلې ده که نه ده
زمونږه قرباني او راسره د رب نصرت دی
سپمګۍ د ازادۍ په بام ختلې ده که نه ده
په دارشوم که زخمي شوم که په اور باندي ستي شوم
غلیم نه مي د پلار خاوره ګټلې ده که نه ده
چنار او سنوبر دا ګلاب رنګي ځوانۍ سوځي
تا خپل سینه په اور د عشق داغلې ده که نه ده
په اور کي لولپه شي خلیلي ګلزار ته درومي
د عشق دا مدرسه کوم چا ویلې ده که نه ده
جانانه یو تپوس کوم خفه چي له مانشې
نامه دي د #ریـحان په زړه لیکلې ده که نه ده
#ریـحان_واك
@Raihan_Aseer