لمن ډکه د سولی د ګلونو کړه اختره
راځه مونږه خوشال په خپلو پلونو کړه اختره
دغم تورو لوګیو ده فضا ککړه کړې
نور خلاص مو د نفرت له وحشتونو کړه اختره
په سر د هندوکش دسولی سپين بیرغ رپاند کړه
ډاډه زړونه د ټولو اولسونو کړه اختره
چی غیږه د وختونو مرور جانان ته ورکړم
اوبه مو د وصال په سپين جامونو کړه اختره
میوې د ورورولی د اریانا په باغ کی شنه کړه
ماړه مو په دیدن د ګلابونو کړه راځه
دکونډو یتیمانو په خوله نرمه خندا راوړه
هوسیا یې له دردونو له آهونو کړه اختره
پرهرپرهر وجود مو د وخت غشو راسپړلی
پټۍ دې را هوارې په زخمونو کړه اختره
په تاباندې مو داځلې بیا نیک فال دی وهلی
زړګی د حنیف خلاص له دې غمونو کړه اختره
راځه مونږه خوشال په خپلو پلونو کړه اختره
دغم تورو لوګیو ده فضا ککړه کړې
نور خلاص مو د نفرت له وحشتونو کړه اختره
په سر د هندوکش دسولی سپين بیرغ رپاند کړه
ډاډه زړونه د ټولو اولسونو کړه اختره
چی غیږه د وختونو مرور جانان ته ورکړم
اوبه مو د وصال په سپين جامونو کړه اختره
میوې د ورورولی د اریانا په باغ کی شنه کړه
ماړه مو په دیدن د ګلابونو کړه راځه
دکونډو یتیمانو په خوله نرمه خندا راوړه
هوسیا یې له دردونو له آهونو کړه اختره
پرهرپرهر وجود مو د وخت غشو راسپړلی
پټۍ دې را هوارې په زخمونو کړه اختره
په تاباندې مو داځلې بیا نیک فال دی وهلی
زړګی د حنیف خلاص له دې غمونو کړه اختره