کله چې رسول ﷺ رحلت وکړ !!!
ابوبکر صديق رضي الله عنه د خپلې لور عائشې رضي الله عنها کور ته ننوت، ډېر خلک ولاړ وو، د هيچا سره هم ونه ږغېدۀ، سیده رسول الله ﷺ ته ورغی.
رسول الله ﷺ په يمني څادر کي پټ و، څادر يې د
هغه له مخ نه لرې کړ، هغه مبارک مخ يې وليد چي تل
به ورته مسکی و، له دې مخ نه به یې ډاډ اخيست، د ډېرو کلونو د خپل خوږ یار مخ او تندی يې مچ کړل.
د پاک بدن ښائسته بوی يې حس کړ او ويې ويل:
مور او پلار مې درځار شه د الله رسوله !!!
ته په ژوندوني او مړيني ښکلی، جوړ او روغ برېښې،
ته هر ځل نه مرې، همدا مرګ و چي ته يې واخيستې.
نيږدې و چي زړه يې وچوي، دې غم پر ملا کړوپ کړ.
(رجال حول الرسول ﷺ)