(غزل)..په عشق پوهیږو
ژونده لا خُمار يو هم په راز د عشق پوهيږو
یُون کاندو روان یو په اِعزاز د عشق پوهیږو
دانګو سرو لمبو ته دخلیل پر پله قدم ږدو
هوډ مو دی قوي په امتیاز د عشق پوهیږو
ټول مو کړل په لپه کی سکاره دخپل وجود
کړو به پرې سنګار ليلا په ناز د عشق پوهیږو
نور به مو غلیم وي ننواتی و جانان ته
ښکل به يې قدم کړي په غماز د عشق پوهیږو
وينه ساقي غواړي د شرابو په بدل کې
جام مو ورته ډک کړ په آغاز د عشق پوهیږو
دار ته وقف کړۍ يې خپل ځان دي حقاني
چيرته که حاجت شو په ګداز دعشق پوهیږو
۳/۱۰/۲۰۲۰
https://t.me/HaqaniJanan
ژونده لا خُمار يو هم په راز د عشق پوهيږو
یُون کاندو روان یو په اِعزاز د عشق پوهیږو
دانګو سرو لمبو ته دخلیل پر پله قدم ږدو
هوډ مو دی قوي په امتیاز د عشق پوهیږو
ټول مو کړل په لپه کی سکاره دخپل وجود
کړو به پرې سنګار ليلا په ناز د عشق پوهیږو
نور به مو غلیم وي ننواتی و جانان ته
ښکل به يې قدم کړي په غماز د عشق پوهیږو
وينه ساقي غواړي د شرابو په بدل کې
جام مو ورته ډک کړ په آغاز د عشق پوهیږو
دار ته وقف کړۍ يې خپل ځان دي حقاني
چيرته که حاجت شو په ګداز دعشق پوهیږو
۳/۱۰/۲۰۲۰
https://t.me/HaqaniJanan