(غزل)
ځي له دې ښاره سر د مينې په بَهَا ورکوي
هم دغې ستړې زندګۍ ته انتها ورکوي
پیل يې کړی ځان سره دعاوي په تیاره کي اشنا
دآبدی ژوندون سفرته اِبتدا ورکوي
یوه مورکي مې ده لېدلی انتظار کي بېګاه
لالی شهید دۍ او دیدن به په عقبا ورکوي
سنګر کي مړاوی غوندي پروت دۍ رژېدلې پاڼه
زخمي زخمي دی طالب جان له ټپو سا ورکوي
بيا مې سیلۍ سیلۍ آهونه شول تر غوږ په ژوند کي
ټول به راجمه شي حساب به د مولا ورکوی
هر څه دي شي قربان یتیمه ستا له وچو شونډو
یوه مسکا دي زخمي زړونو ته شِفا ورکوي
ځه خیر که شوې فنا له حقاني په ژوندانه کي
خو یوکیدل دی په محشر کي زوق جدا ورکوي
۲۶/۱۰/۲۰۲۰
https://t.me/HaqaniJanan
ځي له دې ښاره سر د مينې په بَهَا ورکوي
هم دغې ستړې زندګۍ ته انتها ورکوي
پیل يې کړی ځان سره دعاوي په تیاره کي اشنا
دآبدی ژوندون سفرته اِبتدا ورکوي
یوه مورکي مې ده لېدلی انتظار کي بېګاه
لالی شهید دۍ او دیدن به په عقبا ورکوي
سنګر کي مړاوی غوندي پروت دۍ رژېدلې پاڼه
زخمي زخمي دی طالب جان له ټپو سا ورکوي
بيا مې سیلۍ سیلۍ آهونه شول تر غوږ په ژوند کي
ټول به راجمه شي حساب به د مولا ورکوی
هر څه دي شي قربان یتیمه ستا له وچو شونډو
یوه مسکا دي زخمي زړونو ته شِفا ورکوي
ځه خیر که شوې فنا له حقاني په ژوندانه کي
خو یوکیدل دی په محشر کي زوق جدا ورکوي
۲۶/۱۰/۲۰۲۰
https://t.me/HaqaniJanan