جوړ به شي زما دغه میده لکه هنداره زړۀ
وخت رارسیدلی،زما رغیږي له پرهاره زړۀ
ګورم په لټون یم،چې نور ښه شمه له درده زه
ګرځم ورپسې چې کړم پیدا په کومه لاره زړۀ
ورکې آزادۍ هم،زما زړۀ رانه ورک کړی ؤ
ما په آزادۍ باندې هم وړی ؤ تر داره زړۀ
سپین بیرغه ووهه،موجونه اوس کابل باندې
خوښ یمه په دې چې مې بهر شو له انګاره زړۀ
یو په بل پسې لکه،تسبیح داسې خبرې وې
ما د خپلې مینې ؤ ګنډلی له دې تاره زړۀ
نه شم هیرولی زه "حقیار" ها د زړګی ټوټه
کله صبریدلی شي له خوږ شیرینه یاره زړۀ
ملګرو لینک ضرور نشر کړئ؟
https://t.me/Haqyarashna1234
وخت رارسیدلی،زما رغیږي له پرهاره زړۀ
ګورم په لټون یم،چې نور ښه شمه له درده زه
ګرځم ورپسې چې کړم پیدا په کومه لاره زړۀ
ورکې آزادۍ هم،زما زړۀ رانه ورک کړی ؤ
ما په آزادۍ باندې هم وړی ؤ تر داره زړۀ
سپین بیرغه ووهه،موجونه اوس کابل باندې
خوښ یمه په دې چې مې بهر شو له انګاره زړۀ
یو په بل پسې لکه،تسبیح داسې خبرې وې
ما د خپلې مینې ؤ ګنډلی له دې تاره زړۀ
نه شم هیرولی زه "حقیار" ها د زړګی ټوټه
کله صبریدلی شي له خوږ شیرینه یاره زړۀ
ملګرو لینک ضرور نشر کړئ؟
https://t.me/Haqyarashna1234