غــزل
تا ته ازار کوم نه نه یی کوم
زه به انکار کوم نه نه یی کوم
له تا سیوا دبل چا مینه ګوره
په دی اقرار کوم نه نه یی کوم
له نمرودي اورو دي نه ویریږم
چيغه په دار کوم نه نه یی کوم
ته راته ګوره زه به هم درګورم
دسترګو وار کوم نه نه یی کوم
تابه پری وسوځی که زه پری سوځم
رلفي تار تار کوم نه نه یی کوم
دزولنو په خوند یم ښه پوه شوی
په زړګي خار کوم نه نه یی کوم
دکوم مجنون خبري نه اورمه
دزړه اظهار کوم نه نه یی کوم
مرشد غزل او قلم بیا جوړه شو
په چا خمار کوم نه نه یی کوم
تا ته ازار کوم نه نه یی کوم
زه به انکار کوم نه نه یی کوم
له تا سیوا دبل چا مینه ګوره
په دی اقرار کوم نه نه یی کوم
له نمرودي اورو دي نه ویریږم
چيغه په دار کوم نه نه یی کوم
ته راته ګوره زه به هم درګورم
دسترګو وار کوم نه نه یی کوم
تابه پری وسوځی که زه پری سوځم
رلفي تار تار کوم نه نه یی کوم
دزولنو په خوند یم ښه پوه شوی
په زړګي خار کوم نه نه یی کوم
دکوم مجنون خبري نه اورمه
دزړه اظهار کوم نه نه یی کوم
مرشد غزل او قلم بیا جوړه شو
په چا خمار کوم نه نه یی کوم