#اندلس#زمونږ عروج او#زوال
د حسرت تاریخ ‼
موریسکو یا موریسکیان، څوک دي؟
#موریسکی یا موریسکیان هغه #مسلمانان وو چې د #اندلس له سقوط نه وروسته د فردیناند او ایزابلا له لوري د نصرانیت په منلو او یا د هیواد په پرېښودلو سره مجبور شول.
سره له دې چې کله #دقرطبه د تسليمي پر مهال کاتولیکی پادشاه او ملیکې ته په معاهده کې، د موریسکیانو د دين او ثروت د حفاظت په حق کې اشاره شوې وه، خو نصرانیانو لیږ وروسته خپل تعهد مات کړ او په تدریج سره یې د مسلمانانو پر وړاندې سختګیرانه سیاست غوره او پر مسلمانانو یې اعمال کړ. د مسلمانانو د کتابونو سوزول، د دوي پر حجاب اغوستلو باندې ممنوعیت او پر اسلامی طریقه باندې د څارويو پر ذبح کولو بندیز ولږیده، اسلامی نومونه یې بند کړل مسجادو او #اسلامی اوقاف مصادره او بدلول یې په کلیسا باندې د کاتولیکی کلیسا له لوری په اجباري توګه د نصرانی کولو له سیاستونو څخه ؤ.
خو مسلمانان د دغو اجبارونو سره سره بیا هم پر خپل اسلام باندې باقی پاتی شول. دوي ځانونه « غرباء» نومول، لکه څنګه چې رسول الله ﷺ په یوه حدیث کې فرمایی:« اسلام په غریبانه توګه پیل شو او بیا لکه څنګه چې [غربیانه ] پیل شو غربت به بیرته وګرځي، ا.... د غریبانو په حال» ( په روایت د مسلم). نصرانیانو نور د مسلمانانو له نامه څخه استفاده نکوله او د اندلس مسلمانان یې « تازه مسیحیان» یا موریسکو بلل.
موریسکو اسم تصغیر د مورو ده یعنې مور حقیر ( حقیر مسلمان) په معنا سره یا وړوکی مور. چې د دوي منظور ترې د مسلمانانو تحقير ؤ. خو دا د اندلس د مسلمانانو د درد او کړاونو د لارې لومړی پیل ؤ .... د کاتوليکانو د زیاتو هڅو سره سره د مسلمانانو د نصرانی کولو لپاره، بیا هم کلیسا ته د مسلمانانو پټ رازونه، د موریسکیانو له لوری د دینی شعايرو د ترسره کولو ورسیدل. دوي دا وموندله چې #مسلمانان په خفاء کې شراب نه څښي، په اسلامي طریقه نکاح کوي #قرآن تلاوت کوي او په مخفیانه توګه له قرآن څخه نسخه برادری کوی، او حتی کار دې ځای ته رسیدلی چې ځینو کاتوليکانو په #والنسیان کې اسلام منلی دی او حتی دینی او عربی شعائر یې زده کړی دی! دلته ؤ چې د کاتولیکی کلیسا له لوری د #عقایدو د تفتش محاکم ایجاد شول. د پاپ نماینده ګانو به د خلکو ترمنځ تجسس او جاسوسی کوله او کوم افراد به چې په مسلمانی سره مشکوک ول هغه به یې نیول او شدیترینه شکنجې به یې ورکولې. چې په زرګونو مسلمانان او #يهودان د #تفتش په محاکمو کې شکنجه او ووژل شول .... وروسته بیا د #هسپانیا پاچا #دوهم فلیپ د موریسکی مسلمانانو او یهودو د اخراج فرمان صادر کړ.
خــــو!!
په ۲۰۱۴ میلادی کال کې د هسپانیا حکومت د #سفاردی ( د هسپانیا او پرتګال) یهودانو ته د شهروندي د حق ورکولو فرمان صادر کړ. دا تصمیم یې د موریسکو مسلمانانو له سخت غبرګون سره مخ شو او مسلمانو موریسکو دا سوال مطرح کړ چې ولې هغه یهودیان چې له اندلس څخه شړل شوی وو اندلس ته د دوباره ورګرځېدو حق لری خو مسلمانان له دې حق څخه محروم دي.
#د تاریخ له پاڼو زمونږ د حسرت تاریخ!!!! c