سیرت النبي:
۲۱- پوښـتنه: رســول الله صلى الله عليه وسلم په څو کلنۍ کې د خپل اکا سره د ســوداګرۍ لپاره شام ته ولاړ؟
جواب: په ۱۲ کلنۍ کې.
۲۲- پوښتنه: په دغه سفر کې کومې پېښې رامنځته شوې؟
جواب: پـه دغه ســـفر کې یې له نامتو راهب چې بحیرا نومېده لیدنه وکړه او کله چې بحیرا دغه ماشـوم ولید نو د پیغمبرۍ څه نښـې یې پکښې ولیدلې او د ده اکا ته یې وویل چې د دې راتلونکې ډېر روښانه ده او دا به هماغه موعود (هغه څوک چې وعده یې کړل سوې وي) پیغمبر وي.
۲۳- پوښــتنه: کله چې قریشــو پرېکړه وکړه چې کعبه شریفه ودانه کړي نو په هغه وخت کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم عمر څو کاله و؟
جواب: ۳۵ کاله.
۲۴- پوښتنه: د کعبې د ودانولو په وخت کې کومه پېښه رامنځته شوه؟
جواب: د قریشـو قبیلو د حجر الاســود د نصــبولو پر سر شــخړه وکړه او نږدې وه چې د یو بل وینې توی کړي.
۲۵-پوښــتنه: رســول الله صلى الله عليه وسلم څنگه د هغې پېښــې د رامنځته کېدو څخه مخنیوی وکړ؟
جواب: رسول الله صلى الله عليه وسلم حجر الاسود د یوه څادر په منځ کې کېښوده او ټولو تـه یې امر وکړ چې د څادر غاړې ونیسي او کله چې د لگولو ځای ته نږدې شول نو رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپلو لاسونو حجر الاسود ولگوله.
اسلام پوهنه