د روژې اجر او ثواب په صحیحو احاديثو کې:
ویې ګورئ او نشر یې کړئ!
① ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه و سلم وویل: کله چې د روژې میاشته راسي ، د جنت دروازې خلاصي او د دوزخ دروازې بندي سي ، او شیطانان وتړل سي. "بخاري او مسلم"
② د سهل ابن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی ، چې رسول الله صلی الله علیه و سلم و فرمایل: د جنت اته ۸ دروازې دي، یوه دروازه یې د ریّان په نامه ده چې یوازې روژه نیووکي پر دې دروازه ننوزي.
"بخاری او مسلم"
③د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله علیه السلام وویل: څوک چې روژه د ایمان او ثواب لپاره ونیسي، د ده تېر ګناهونه معاف سول، څوک چې د روژې میاشت د ایمان او ثواب لپاره په عبادت تېره کړي ، تېر ګناهونه یې معاف سول او څوک چې د قدر شپه د ایمان او ثواب لپاره په عبادت تېره کړي، تېر ګناهونه یې معاف سول.
"بخاری او مسلم"
④ همدغه صحابي بل روایت کوي چې رسول علیه السلام وفرمایل: د ادم د زوی هر نیک عمل په لس ځله تر اووه سوه درجې پورې رسېږي، الله وایی: "یوازې روژه ده چې هغه زما لپاره ده او زه ده ته ثواب په دې روژه سره ورکوم ، ده زما لپاره نفساني خوندونه او خورک بند کړی دی". د روژاتي لپاره دوې خوشهالۍ دي. یو دا چې کله روژه مات کوي او بل دا چې کله د خپل رب سره ملاقات کوي. د روژاتي د خولې بوی الله ته تر مشکو ډېر خوښ دی. روژه د ګناهو په وړاندې سپر دی. کله چې څوک روژه نیسي نو ښکنځل او بدي دې نه وایي ، که چا ده ته بد وویل او یا یې جنګ ور سره کوی، نو دی دې ورته ووایي چې زما روژه ده.
بخاری او مسلم.