د مالداره ښځې ښکلې کیسه!
یوې ډېرې شتمنې او مالداره ښځې ته په دښته کې موټر خراب شوو، ښځه ډېره خواشینې او وارخطا د سرک پر غاړه ولاړه وه، موټرونو ته یې ډېرې اشارې وکړې؛ خو هیچا ورته موټر ونه دراوه.
وخت پرې ډېر تېر شوو، نری نری باران هم شروع شو.
نږدې وه چې پرې تیاره شي، په سوچونو کې ډوبه وه چې، اوس به څه چل کیږي؟
په ناڅاپي ډول یې مخې ته یو زوړ موټر ودرید،
چې یو ځوان هلک یې چلوونکی وو.
ښځې لمړی ځوان هلک ته وکتل، بیا یې پر موټر سترګې تیرې کړې.
زړه نازړه وه چې، موټر ته پورته شي که نه!
له دې ویریدله چې، له یوه لوري مې عزت او له بلې لوري مې په مالدارۍ څوک خبر نه شي چې، کار به یې نور هم ستونزمن شي؛ خو اخر یې پرېکړه د ختلو وکړه او موټر ته پورته شوه.
په لار کې یې له موټروان څخه پوښتنه وکړه:
-نوم دې څه دی؟
-دکوم ځای یې؟
-او څه مصروفیت لرې؟
ځوان چې د غريبۍ او بې وسۍ نښې پرې له ورایه معلومیدلې، په داسې حالت کې چې ښځې ته یې نه کتل، په ډیر آدب او احترام ځواب ورکړ:
-نوم مې (عابد) دی او مصروفیت مې دا دی چې د یوې ټکسي موټروان یم، ښځه تر یو بریده ډاډمنه شوه.
په همدې کې، ښځه خپل ښار ته ورسیده او له ځانه سره یې وپتیله چې، موټروان ترې هر څومره کرایه وغواړي ور به یې کړي.
ښځې موټروان ته اشاره وکړه چې، ودرېګه چې کوزه شم، موټروان موټر ودراوه او ښځه ترې کوزه شوه.
مالداره او شتمنې ښځې پوښتنه وکړه:
-څو روپۍ دې شوې؟
موټروان:
-نه، نه زما هېڅ روپۍ نه کیږي.
شتمنې ښځې بیا وویل:
نه، داسې نشي کیدلای ځکه؛ ماسره دې ډېر احسان وکړ چې، له لارې څخه دې راپورته کړم او تر خپل ښاره دې راورسولم.
موټروان چې عابد یې نوم وه، بیا وویل:
-بس زما کرایه دا شوه چې، په لاره کې دې هر څوک پیدا کړل، تر خپل وسه ورسره ښه وکړه!
د موټروان له دې ښه تعامل له امله ښځه ډېره حیرانه شوه او روانه شوه آن تر دې چې مخې ته یې یو هوټل راغی هلته ننوتله چې، چای پکې وڅکي، له خادمې یې وغوښتل چې، یوه پیاله کاوه چای راوړه.
خادمه یې چې تر څنګ راغله نو؛ ګوري چې خادمه ډېره ستړې او ستومانه ده.
شتمنې ښځې ورته وویل:
-ولې دومره ستړې ستومانه ښکارې؟
خادمې ښځې په مايوسۍ سره وویل:
-امیدواره یم، او د ولادت وخت مې نږدې دی.
شتمنې ښځې بیا وویل:
-ولې ارام نه کوې؟
خادمې ښځې ځواب ورکړ:
دومره مزدوري وکړم چې، د ولادت په مهال مې د ډاکټرې او ناروغۍ درملنه پرې وکړم.
شتمنې ښځې ورته د چاى روپۍ ورکړې.
خادمه لاړه چې د محاسب څخه ورته پاتی روپۍ راوړي ځکه؛ هغه روپۍ چې ښځې ورته ورکړې وې لس برابره د کاوې له قیمته زیاتې وې.
خادمه چې راغله ګوري چې شتمنه ښځه نشته.
ښي لوري چپ لوري ته ګوري خو ښځه یې تر سترګو نه شوه؛ خو پر مېز یې یوه ټوټه کاغذ ولید چې پرې لیکل شوي وو:
پاتې روپۍ زما له خوا تاته هدیه او ډالۍ شوې، کاغذ یې چې په بل مخ واړوه نو؛ پرې لیکل شوي وو، د مېز لاندې مې نورې روپۍ ایخي دي، هغه ستا د نوي راتلونکي بچي لپاره ډالۍ او هدیه ده، نږدې وه چې خادمه د ډېرې خوشحالۍ څخه چغې ووهي ځکه چې، د شپږو میاشتو تنخاؤ او معاشونو برابر ورته پیسې میلاو شوې، له خوښۍ یې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې.
ژر ژر د هوټل مالک ته ورغله او اجازه یې ترې واخیسته،
په ډېره خوشحالۍ کور ته لاړه چې په خپل خاوند باندې زېری وکړي، هغه خاوند چې د خپلې میرمنې د ولادت د مصارفو په سوچ او فکر کې وو، مېرمن یې کور ته په منډه منډه ننوتله او په خاوند یې غږ وکړ.
خاوند یې فکر کوه چې د میرمن بې وخته راتګ یې ښايي له دې امله وي چې، د ولادت وخت یې رانږدې شوی وي.
خو په دې حیران شو چې، د میرمنې په خله یې د خوشحالۍ او مننې کلمات وو.
خپل خاوند یې په غېږ کې راونیو او زېری یې پرې وکړ:
-عابده! زیری مې درباندې.
الله راباندې پراخي راوسته.
(دا هغه عابد وو چې، د شتمنې ښځې سره يې ښیګڼه کړې وه)
د کیسې مطلب:
که چا سره ښه وکړۍ؛ نو ضرور به یې الله تعالى بدله درکړي.
*د ثواب په خاطر یې شریک کړئ!*
@jalibakisi