اَلسَّلاَمُ عَلَيکُمْ وَرَحمَةُ اللهِ وَبَرَکَاتُه !
دوستانو دغه لاندي☟سافټوېر ډاونلوډ او په خپلو ټليفونو کي يې انسټال کړئ.
نوموړی سافټوېر د لاندنيو برخو لرونکی دی :
د قرآنکريم عربي نسخه : ددې نسخې د لا ښه تلاوت کولو لپاره څلور ليکبڼي (فونټونه) شتون لري.
پښتو ژباړه : د قرآنکريم پښتو ژباړه د هيواد د ستر عالم محترم قيام الدين کشاف ده.
پښتو تفسیر : د قرآنکريم د مشهور کابلي پښتو تفسیر دېرش سِپارې چي هره يوه يې بېله د pdf په شکل سته.
د قرآنکريم تلاوت : د هيواد د دروند قاري برکت الله سليم صاحب په ږغ کي د قرآنکريم تلاوت او پښتو ترجمه يې د محترم عمر خطاب په ږغ کي موجوده ده.
نوري ژباړي : په همدغه سافټوېر کي د قرآنکريم فارسي، اُردو او انګلېسي ژباړي د ضمیمې په شکل هم سته، چي د تنزيل اسلامي ویبسایټ څخه را نقل سوي دي.
نوموړی سافټوېر ډيري ځانګړني لري چي يو څو ته يې اشاره کول غواړم :
① ☜ د سِــپارو او سورتونو لپاره فهرست.
② ☜ د هر آيت موندلو لپاره د لټون 🔎 علامه.
③ ☜ د صفحې يا آيت په نښه کولو 🔖 علامه.
④ ☜ د عربي نسخې سره ترجمه راوستل/ نه راوستل.
⑤ ☜ د عربي نسخې او ترجمې د متن اندازه (د تورو لُويول او کوچني کول).
⑥ ☜ آيت يا ترجمه يې پر ټولنيزه رسنۍ نشرول.
⑦ ☜ دهر سورت تفسير په جلا ډول د انټر نيټ په وسيله ډاونلوډول.
⑧ ☜ مختلفي دعاګاني (د آيتونو ژباړي).
⑨ ☜ د هر سورت تلاوت اورېدل په ږغيز ډول؛ البته د انټر نيټ په وسيله...
يوه مهمه يادونه ! لکه څرنګه چي تاسو پوهېږئ چي قرآنکريم د الله ﷻ يو عظيم الشان کلام دی؛ نو بايد د تلاوت کولو پر وخت يې په اوداسه واوسېږو.
ستاسو ورور قاري عبدالستار سعيد په خپلو نېکو دعاګانو کي مه هېروئ.