@JawadWardak789
بې مطلع غزل
ستا د یاد شمعه چې بله شي ماښام کې
د زړه کور کې یې دردونه په نڅا شي
غيږ په غېږ شي له شبګیر سره څښتنه
په حیرت ورته جنون هم په خندا شي
د فِراق سیلۍ جاري د خیال دنیا کې
غلی ناست د زړه په کونج کې په ژړا شي
د بڼو پر تخت بې شماره شي راټولې
رڼې اوښکې غبرګې غبرګې په لوېدا شي
چې د صبر زغرې تاوو کړي ترې مضبوطې
زنده ګي یې په اوږو بار خامخا شي
ستا تصویر په شونډو ښکل زړه پورې ټینګ کړي
په جواد وردګ شپه دغه شان سبا شي
بې مطلع غزل
ستا د یاد شمعه چې بله شي ماښام کې
د زړه کور کې یې دردونه په نڅا شي
غيږ په غېږ شي له شبګیر سره څښتنه
په حیرت ورته جنون هم په خندا شي
د فِراق سیلۍ جاري د خیال دنیا کې
غلی ناست د زړه په کونج کې په ژړا شي
د بڼو پر تخت بې شماره شي راټولې
رڼې اوښکې غبرګې غبرګې په لوېدا شي
چې د صبر زغرې تاوو کړي ترې مضبوطې
زنده ګي یې په اوږو بار خامخا شي
ستا تصویر په شونډو ښکل زړه پورې ټینګ کړي
په جواد وردګ شپه دغه شان سبا شي