مظلوم مسافر شهید
دې کربلایانو کړ په غدر هنیئه شهید.
خاص لکه مظلوم حسین چې یې کړ په دوکه شهید.
وړاندي یې په مخ کې د دریدلو توان ورکړی وو.
ځکه په خیانت یې کړ په توره نیمه شپه شهید.
دنګ دقربانی منار یې ان تر ثریا رسید.
شو د تن په وینو کې الوان ټوټه ټوټه شهید .
دا دجزیره عرب مضبوطه دروازه غزه.
واورئ د هغه باب مو شوه نن ها داروغه شهید.
ربه دوى تباه او تل برباده تر قیامت غواړم.
چاچې کړ بې کوره مسافر او یو میلمه شهید.
ځار دې شمه ستا له پاخه عزم او ایثار څخه.
شوې په دین ستي او په سپېڅلې عقیده شهید.
ډیرو ته په سترګو کې ازغی ولو او خار طلحه.
ولو د مظلوم اولس سایوان ستره اسره شهید.
https://t.me/MhidayatTalha