غزل
یوڅوک پۀ دغه کلې کې پرېشان ګرځي راګرځي
له سترګویې مړې اوښکي پۀ ګرېوان ګرځي راګرځي
مودو څخه یې ګورم چې خفه خفه ښکاریږي
ملنګ غوندې پۀ دښته، بیابان ګرځي راګرځي
پۀ زړۀ به یې دردونه وي اې خدایه ته یې وینې
مدام وي غرېونیولی سرګردان ګرځي راګرځي
خړ پړ او سر ببر ګرځي دکلي پۀ کوڅو کې
مدام مو په وطن کې یتیمان ګرځي را ګرځي
د سر خوږه سایه ورنه ظالم انقلاب واخیست
دیدن پسې د خپل شهيد پلارجان ګرځي را ګرځي
خوار زړۀ به مې نوڅنګه له غم نه چوي خاونده
چې در پۀ در هر ځای کې افغانان ګرځي را ګرځي
د رب لِقا به کله شي نصيب زما {میرویسه}
پۀ زړه کې مې همیش دا یوارمان ګرځي را ګرځي
{میرویس توحیدیار}
24 جمادی الثانی 1442
@Mirwais_1