د ملي دفاع وزارت _ وزارت دفاع ملی


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت رسمي ټلګرام پاڼه |
صفحه رسمي تلگرام وزارت دفاع ملي ا.ا.ا
Official Teleghram Account of Ministry of National Defense, Afghanistan
Web www.mod.gov.af
twitter.com/MoDAfghanistan2
youtube.com/c/MoDAfghanistan1
https://t.me/MoDAf

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций




د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه۱۰۴ تنه ځوان منسوبين فارغ شول

۱۴۴۵ ه.ق د شعبان ۱۲ مه

د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۰۴ تنه ځوان منسوبين د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزو ځواکونو ښوونځي د نشانزنۍ ،SPG-9، سرحدي ځواکونو او بلوک مشرانو له ۳ میاشتنیو مسلکي او عقیدتي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د تعلیماتو او پرسونل معاونیت مرستیال مولوي باز محمد «حمیدي» نويو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: د مشرانو له اوامرو څخه اطاعت وکړئ ځکه الله ج  پرې مکلف کړي یو ؛ همدا راز مسؤلینو له نويو فارغانو څخه وغوښتل چې په ترلاسه کړو زده کړو اکتفا مه کوې او هڅه وکړئ چې د خپل مسلک له اړتیا سره سم ځانونه عیار کړئ.

په ورته مهال نویو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې په هر ډول شرایطو کې به له اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه کوي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې زموږ په منځ تفرقه واچوي.

غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده..


فراغت ۱۰۴ تن منسوبین جوان از قوماندانی تعلیمات حضرت عبدالله ابن مسعود "رض"

۱۲ شعبان ۱۴۴۵ ه.ق

۱۰۴ تن منسوبین جوان قطعات وجزوتام های مختلف وزارت دفاع ملی؛ پس از فراگیری تعلیمات  سه ماهه مسلکی و عقیدتی در بخش های نشانزنی، SPG9، سرحدی و بلوک امروز طی مراسمی از مرکز تعلیمی قوماندانی حضرت عبدالله بن مسعود "رض" فارغ گردیدند.

مولوی باز محمد "حمیدی" معاون تعلیمات پرسونل که در این مراسم سخنرانی می کرد، خطاب به فارغان گفت: از اوامر بزرگان تان اطاعت کنید و چرا که خداوند شما را به آن مکلف گردانيده است. همچنان، مسولان از این تازه فارغان خواستند تنها به دروس شان اکتفا نکنند و بلکه خود را مطابق آن عیار سازند.

از سوی هم، این فارغان به مسؤلین اطمینان سپردند که در هرگونه شرایط از نظام اسلامی محافظت و دفاع نموده و به هیچکس اجازه تفرقه را نخواهند داد.

این مراسم فراغت با اهدای تصدیق نامه به فارغان پایان یافت..


#وزارت_دفاع_ملی
@MoDAfghanistano2




Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
د نورستان ولایت د واورې ښویدنې د وروستیو قربانیانو سره د ملي دفاع وزارت خواخوږي، عاجل اقدامات او د پېښې ځای ته د ملي اسلامي اردو د منسوبینو رسېدل او د هغوی لاسنیوی

تعزیت و تسلیت وزارت دفاع ملی به قربانیان اخیر برف کوچ ولایت نورستان، اقدامات و رسیدگی عاجل تیم های موظف منسوبین اردوی اسلامی به محل رویداد..


#وزارت_دفاع_ملی
@MoDAfghanistano2


د ملي دفاع وزارت په انګړ کې عقيدتي او اصلاحي سيمينار جوړ شو

۱۴۴۵ه.ق د شعبان ۱۱مه

د ملي دفاع وزارت د عقيدتي او فرهنګي چارو امربالمعروف رياست نن د تدریس او پوهاوي په لړ کې د دغه وزارت منسوبینو، کارکوونکو او مسوولینو لپاره عقيدتي او اصلاحي مسایل تشریح کړل.

‏دغه درسونه د قرانکریم په تلاوت سره پیل شول، ورپسې مشرانو د اسراف او عیب موندنې د ډولونو او زیانونو په اړه د الله ج د سپیڅلي کلام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو په استناد سره خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له دغه ناوړه عمل څخه ډډه وکړي..


سمینار عقیدتی و اصلاحی در وزارت دفاع ملی برگزار شد

۱۱ شعبان ۱۴۴۵ه ق

ریاست عقیدتی و فرهنگی و امربالمعروف وزارت دفاع ملی، به سلسله ی تدریس و آگاهی دهی امروز، برای کارمندان، منسوبین و مسولان این وزارت مسایل عقیدتی و اصلاحی را بیان و تدریس کرد.

این دروس با تلاوت قرآن عظيم الشان آغاز یافت و سپس مسؤلان در رابطه به انواع و اضرار اسراف و عیب جویی با استنباط از آیات کلام الله مجید و حدیث نبوی "ص" به سخنرانی پرداختند و در ادامه نیز حاضران را به اجتناب از این عمل ناپسند دعوت نمودند..


#وزارت_دفاع_ملی
@MoDAfghanistano2




‏اطلاعیه قوماندانی اکادمی ملی نظامی حضرت معاذ بن جبل (رض)..


#وزارت_دفاع_ملی
@MoDAfghanistano2


‏د حضرت معاذ بن جبل(رض) د ملي نظامي اکاډمۍ قوماندانۍ خبرتیا..


#وزارت_دفاع_ملی
@MoDAfghanistano2


د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو منسوبین د نورستان ولايت ولسونو ته د بيړنيو مرستو په موخه ورسيدل

۱۴۴۵ ھ ق  شعبان المعظم ۹مه

د نورستان ولايت نورګرام ولسوالۍ د تيتين درې اړوند نکره کلي کې يو شمير کورونه د واورې او غر ښويېدنې له امله لاندې شوي دي چې له بده مرغه تر دې دمه زموږ ۲۵ تنه ولسي وګړي شهيدان او ۲ تنه ټپيان شوي دي.

د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو اړوند د عبدالله بن رواحه رض څلورمې پلې لوا زړور مسؤلین او منسوبین د هیوادوالو د ژغورلو لپاره يادې سیمې ته رسېدلي دي.

د ملي اسلامي اردو زړور منسوبین شپه او ورځ د خپلو هیوادوالو په خدمت کې دي او د یادې طبعي پیښې ټپیانو ته یې اولیه مرستې رسولي دي او لاهم د واورو لاندې هیوادوالو د ژغورلو هڅې روانې دي.

نور جزیات به وروسته درسره شریک شي..



منسوبین قول اردوی ۲۰۱ خالد بن ولید به کمک اهالی شریف نورستان رسیدند.

۹ شعبان المعظم ۱۴۴۵ ه ق

اثر ریزش برف و رانش کوه در قریه نکره دره تیتین ولسوالی نورگرام ولایت نورستان تعدادی از خانه های مسکونی تخریب که متاسفانه در این حادثه ۲۵ فرد ملکی شهید و دو تن زخمی گردیده اند.

مسولین و منسوبین دلیر لوای چهارم عبدالله بن رواحه قول اردوی ۲۰۱ خالد بن ولید جهت نجات و کمک به آسیب دیده گان  آن واحد به محل واقعه حاضر گردیده اند.

منسوبین دلیر اردوی ملی اسلامی شب و روز در خدمت هموطنان خویش بوده، برای زخمی های این حادثه طبیعی کمک های اولیه را انجام داده و در صدد نجات آنعده از هموطنان ما که در زیر برف گیر مانده، کوشش میکنند.

جزئیات بیشتربعدآ شریک می گردد..


#وزارت_دفاع_ملی
@MoDAfghanistano2




د کابل جلال آباد په لویه لاره د غره ښوېدنې له امله د ملي دفاع وزارت منسوبینو لاره کې بندو هیوادوالو ته نجات ورکړ

١٤٤٥ه.ق د شعبان ٨مه

بېګا شپه ناوخته د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند ماهیپر تنګي شپولې بابا او سورۍ تیږې سیمو کې د کابل جلال آباد په لویه لار د باران د سخت اورښت او غر ښوېدنې له امله یاده لار یو طرفه د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت اړوند مرکزي قول اردو د دریېمې پلې لوا  منسوبینو سیمې ته ځانونه ورسول او په لاره کې بند هیوادوالو ته یې نجات ورکړ، لاره یې د مسافرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه کړه چې له نیکمرغه چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د یادې لارې په اوږدو کې د څو بیلابیلو ترافیکي پېښو د رامنځته کیدو له آمله د مالي زیان ترڅنګ ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي وو..


منسوبین وزارت دفاع ملی با بازگشایی شاهراه کابل و جلال آباد بروی ترافیک جان هموطنان را نجات دادند

۹ شعبان ۱۴۴۵ه.ق

بارندگی شدید و رانش کوه که ناوقت شب گذشته در مربوطات تنگی ماهیپر (شپلی بابا و سوری تیگی) ولسوالی سروبی ولایت کابل به وقوع پیوسته بود، باعث مسدود شدن یکطرفه شاهراه جلال آباد و کابل بروی ترافیک گردید.

در حین حال، منسوبین لوای سوم پیاده سوم قول اردوی ۳۱۳ مرکزی بدر اسرع وقت به محل رویداد رسیدند با پاکسازی و بازگشایی این مسیر بروی مسافران، جان هموطنان شان را  نجات دادند.

که خوشبختانه در این حادثه نیز به کسی آسیب نرسیده است.

گفتنی است چندی قبل بر اثر رویداد های مختلف حوادث ترافیکی در این شاهراه شماری زیادی هموطنان شهید و زخمی و یا هم متقبل زیان های مالی شده بودند..


#وزارت_دفاع_ملی
@MoDAfghanistano2



Показано 12 последних публикаций.

9 048

подписчиков
Статистика канала